شاته

وزيرستان: د عارف وزير د مړينې وروسته فضا غمجنه، د واڼه بازار نن هم تړلی پروت دی

د جنوبي وزيرستان په مرکز واڼه کې د جمعې په ماښام چې عارف وزير ويشتل شوی له هغې وروسته د واڼه بازار تړل شوی پروت دی او د وزير د مړينې وروسته نن هم د وزیرستان فضا غجمنه ده.

د پي ټي اېم مخکښ فعال او د علي وزير د تره زوی عارف وزیر د جمعې په ماښام په واڼه کې نامالومو وسله والو ويشتلی او وروسته يې د خالي په ورځ د اسلام اباد په پمز روغتون کې د سر د عملياتو (اپرېشن) په وخت ژوند د لاسه ورکړی ؤ.

عارف وزير پرون د اتوار په ورځ په خپل پلارني کلي غوی خوا کې خاورو ته سپارل شوی دی.

د سيمې سره تعلق لرونکي يو تن جاوېد وزير وي او ای ډيوه سره په خبرو کې ويلي چې د عارف وزير په مړينه ټول وزیرستان غمجمن دی.

هغه وويل د وزير د پېښې وروسته په علاقه کې کوم ګرځبنديز نه دی په ځای کړی شوی خو خلکو په خپل بازارونه تړلي او هر ډول هلې ځلې ولاړې دي.

جاوېد زياته کړه د پښتونخوا د ګوټ ګوټ نه خلک د غمرازۍ په موخه د عارف وزیر کور ته راځي او د فاتحې غټه ګڼه روانه ده.

د جنوبي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ منتخب غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ عل وزير وايي د عارف وزير پلار او دوه وروڼه او د دوی د کورنۍ ۱۸ غړي هم په دغه ډول پېښو کې مړه شو او د دوی د کورنۍ دغه قربانۍ د وطن او قام د ژغورولو دپاره ورکوي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل که د کورنۍ ټول غړي يې مړه شي خو دوی به د خپل قوم دپاره د پېل کړې مبارزې څخه په شا نه شي.

هغه په دې اندېښنه څرګنده کړه چې د عارف وزير په پېښه کې ککړ کسان تراوسه پورې ونه ونيول شو.

علي وزير زياته کړه دوی اوس فاتحې ته ناست دي او د فاتحې وروسته به د راتلونکې تګلاره جوړوي.

د واڼه د پوليس مشر عثمان وزیر وايي په عارف وزير د بريد کوونکو پرضد عمليات روان دي، په سیمه کې د لټون دپاره د پوليس سرتيری ځای په ځای کړی شوي دي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل دوی د خپلو مالوماتو په اساس لګيا دي په دې پېښه کې ککړ کسان مالوموي تراوسه کومه ګرفتاري ده کړې خو وايي زر ده چې دغو خلکو ته به ورسي.

بل لور ته د عارف وزیر د پېښې په اړه په ځايي ميډيا دې غبر ته په ځای نه ورکولو ټکونه کيږي د پښتون ژغورنې غورځنګ تر څنګ په ټولنيزو رسنیو داسې پوښتنې راولاړېږي چې د پښتنو سره هر ډول زور زياتی او تر دې چې وژنې يې کيږي د سر خلک يې په نخښه کيږي خو د پاکستان ځايي په پښتنو سترګې پټوي.

پرون د عارف وزير په جنازه کې هم دغه ډول پوښتنې راولاړې کړی شوې وې چې د پښتنو د پاکستان رياست ولې د مور د مېرې په رنګ سلوک کوي.

د بشري حقونوځايي او نړیوالو ادارو او پښتنو قام پرسته ګوندونو د عارف وزير د وژنې غندنه کړې او په پېښه کې د ککړو د نيولو او د قانون منګولو ته راوستو غوښتنه يې کړې ده.