شاته

ټرمپ: په امریکا کې ښايي یو لک کسان له کوېډ ۱۹ څخه مړه شي

واشنګټن: د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ هغه شمېره لوړه کړې ده چې ده ویلي وو ښايي په امریکا کې په کوېډ ۱۹ باندې مړه شي او د زیاتو اقتصادي‌ مرستیو ژمنه یې وکړه په داسې حال کې چې د هېواد د نورو برخو د پرانېستلو تکل لري.

ټرمپ له فاکس نیوز سره په خبرو کې وویل،

"مونږ ښايي له ۷۵، ۸۰ څخه واخله تر سلو زرو پورې کسان له لاسه ورکړو. دا یوه ویرونکې خبره ده."

تېره اونۍ هغه ویلي وه چې په امریکا کې له کورونا وایرس څخه ښايي د ۶۰۰۰۰ او ۷۰۰۰۰ ترمنخ کسان مړه شي.‌

په داسې حال کې چې سنا یا سېنېټ د ګل یا دوشنبې په ورځ سره راټولېږي، ټرمپ وویل، حکومت به اوسنۍ د درې بیلینو بیړنۍ مرسته دوه برابره زیاته کړي.‌

تر اوسه پورې دغه ډول پیسیې وړو کاروباورنو، روغتونونو ته د وسایلو په برابرولو او امریکایانو د پیسو په ورکلو باندې وېشل شوې دي.

ټرمپ وویل، نورې مرستې هم راروانې دي.

د سېنېټ د اکثریت مشر میچ مکانل وویل، د هغه خونه په کوېډ ۱۹ باندې د کار د دوام او نورو بیړنیو چارو لپاره کار ته راستنېږي.

مکانل په یوې اعلامیې کې ویلي، "زمونږ په ټول هېواد کې کارکونکي امریکایان په مهمو سکټورونو کې د پوهانو پر سپارښتنو عمل کوي او د کارونو د بیا پیلېدو پر وخت نوي احتیاطي تدابیر په پام کې نیسي او د هېواد لپاره اړین کارونه ترسره کوي. له دوشنبې یا ګل ورځې څخه به سېنېټ هم همداسې وکړي."

د استازو د جرګې یا هاوز اف ریپرېزینټیټیو مشرانو تر اوسه داسې کوم پلان نه دی اعلان کړی خو د پلازمېنې له روغتیا پالانو یې غوښتي چې ددې کار لپاره ورسره سپارښتنې شریکې کړي.

امریکا په ټوله نړۍ کې له بل هر هېواد څخه زیاته ځپل شوې ده. په امریکا کې نږدې ۱۲ لکه کسان په کورونا وایرس اخته او شاخوا ۶۹۰۰۰ کسان ترې مړه شوي‌ دي.

روغتیايي چارواکو اندېښنه څرګنده کړې ده چې یوشمېر امریکایان له یو او بل څخه د فاصلې ساتلو مسلې ته پام نه کوي په داسې حال کې چې په ځینو برخو کې لا تر اوسه د کورونا په پېښو کې کموالی نه دی راغلی.

سر له نن څخه به د امریکا په یو شمېر نورو ښارونو کې هم کاروباورنه پرانېستل کېږي خو دا محدودیتونه به وي چې په راسټورانټونو او سټورونو کې باید له یو څرګند شمېر څخه خلک زیات نشي.

د نهې یا سې شنبې په ورځ به د امریکا له ۵۰ څخه تر ۳۰ زیاتو ایالتونو کې د پرانېستلو یو نه یو ډول تجربه کوي.‌

دا د ټرمپ لپاره یو له لومړیتوبونو څخه دي ځکه د اقتصادي کارونو له بندېدو سره په میلیونونو امریکایانو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي.

خو لا تر اوسه یو ایالت هم د سپینې ماڼۍ په هغې لومړنۍ لارښونې عمل نه دی کړی چې هغه ایالتونه باید بېرته پرانېستل شي چې دوه اونۍ په پرلپسې توګه پکې د کورونا پېښې کمې شوې وي.