شاته

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي:طالبان دې بشردوستانه اوربند ومني 

افغان حکومت وايي طالبان دې په افغانستان کې له تاوتریخوالي لاس واخلي او له کرونا وایرس سره د اغیزمنې مبارزې لپاره بشردوستانه اوربند وکړي.

دافغانستان ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي نن د دوشنبې په ورځ دخبري کنفرانس پرمهال یوځل بیا پرطالبانو غږ وکړ چې کرونا وایرس جدي وګڼي او له دې وایرس څخه د رامنځته کیدونکي انساني ناورین دمخنیوی لپاره دې بشردوستانه اوربند وکړي.

صدیقي وايي که طالبان دکرونا وایرس موضوع جدي ونه ګڼي اوبشردوستانه اوربند ونه کړي دکرو وایرس دخپریدواو د رامنځته کیدونکي بشري ناورین مسئولیت به د طالبانو پرغاړه وي.

نوموړي وویل:((اوس د دې و خت رارسیدلی دی چې طالبان دکرونا وایرس موضوع جدي ونیسي اود اوربند کولو نه انکار ونه کړي داوربند غوښتنه نه یوازې دافغانستان دخلکو او حکومت بلکې دنړیوالې ټولنې او دسیمې دهیوادونوغوښتنه هم ده چې طالبان بشردوستانه اوربند ومني ترڅومونږ وکولی شو د کرو وایرس پرضد اغیزمنه مبارزه وکړو، دلا خپریدو مخه یې ونیسو.))

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي په دې وروستیو اونیو کې دطالبانوبریدونه زیات شوي او له همدې امله د افغانستان خلک دسولې په پروسې لږڅه بې باوره شوي دی.

صدیقي وايي سوله افغان حکومت ته لومړیتوب لري او په دې اړه دافغانسان د دولت هڅې روانې دي ترڅوله متحدو هیوادونوسره په ګډه پیل شوې هڅې مثبتې پایله ولري خودا په هغه صورت کې چې طالبان هم سولې ته ژمن وي.

هغه وايي دولسمشر دفرمان په اساس به بندیان خوشي کیږي دا یومهم اقدام دې دسولې لپاره چې طالبان له جګړې لاس واخلي دافغان وګړواو نړیوالو د سولې خواص ته پام وکړي نواوس مهم خبره دا ده چې طالبان څه کوي ایا دوی غواړي چې سوله وکړي اویا جګړې ته ادامه ورکوي.

افغان حکومت ویلي دسولې بهیرد پرمختګ،دې بهیر ته دښه نیت او له کرونا وایرس سره دمبارزې لپاره یې په تیرودوو مسلسلو ورځو کې د پلچرخي له زاندان څخه د طالبانو۱۹۶ بندیان ازاد کړي.

افغان چارواکو ویلي د دې بندیانو په خوشي کیدوسره دحکومت له زندانونو دطالبانودټولو ازاد شویو قیدانوشمیر۷۴۸ تنو رسیدلی دی.

طالبانوهم دافغان حکومت تراوسه ۱۱۴ تنه ازاد کړي دي.

کرونا وایرس سره دمبارزې په تړاو افغان حکومت په داسې حال له طالبانو دبشردوستانه اوربند کولو غوښتنه کړې چې طالبانو تراوسه د دې غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي خو مخکې یې د اوربند غوښتنه رد کړې وه.