شاته

په هندوستان او یو شمېر نورو کې د کورونا وروستی حال

واشنګټن: هندي چارواکو ویلي، په دغه ګڼ مېشته هېواد کې به لاک ډاون چې د ګل په ورځ پای ته رسېدلی دوه اونۍ نور هم وغځول شي.

په هندوستان کې په کورونا د اخته کسانو شمېر له ۴۲۰۰۰ څخه زیات شوی او شاخوا ۱۴۰۰ کسان ترې مړه شوي دي.

په نیوزیلنډ کې د مارچ له نیمایي راهیسې د لومړي ځل لپاره د ګل یا دوشنې په ورځ د کورونا یوه نوې پېښه هم نه ده رپوټ شوې.

نیوزیلنډ د کورونا په وړاندې د پام وړ ښه پرمختګ کړی چې د کورونا ټولې پېښې پکې ۱۵۰۰ او یواځې ۲۰ کسان پکې مړه شوي دي.

خو په دغه هېواد کې زیاتره ښونځي، دوکانونه او رسټورانټونه لا تر اوسه هم بند دي.

په ایټالیا کې هم د ګل په ورځ د ځینو کارخانو او رغنیزو چارو د بیا پېلدو لړۍ پيل شوې ده. خلکو ته به د ګرځېدو او د خپلوانو د لیدلو اجازه وي او له رسټورانټونو څخه به خلک کورونو ته د خواړو د وړلو اجازه ولري.

په ایټالیا کې تر ۲۱۰۰۰۰ زیات کسان په کورونا اخته او کابو ۲۹۰۰۰ یې مړه شوي دي. روغتیايي چارواکو یې د یکشنبې یا اتوار په ورځ د ۱۷۴ نویو پېښو خبر ورکړی چې دا په تېرو دوو میاشتو کې تر ټولو لږه شمېره ده.

په مالیزیا کې هم د ګل یا دوشنبې په ورځ کاروبارونه پیل شوي دي او په لاک ډاون کې چې د مې په ۱۲ نېټه پای ته رسېږي نرموالی راوستل شوی.

په جاپان کې بیا تمه ده لومړی وزیر شینزو ابې په هېواد کې لږېدلی بیړنی حالت ددې میاشتې تر پایه پورې وغځوي.

په جاپان کې د کورونا ۱۵۰۰۰ پېښې رپوټ شوې او ۵۰۰ کسان مړه شوي دي.

د کورونا واکسین:

دا مهال د کورونا په واکسین باندې زیات غور کېږي چې د او ډبلیو اچ او په خبره په بیلا بیلو هېوادونو کې یې شمېر ۹۰ ته رسېږي.

خو دا واکسینونه باید د خوندیتوب او اغیزې له پلوه وازمایل شي مخکې له دې چې د عامو خلکو لپاره تولید شي.

روغتیايي چارواکي وايي، دا کار ښايي له ۱۲ تر ۱۸ میاشتو پورې وخت ونیسي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د یکشنبې یا اتوار په ورځ ډېر خوشبینه وو چې ددې کال تر پایه پورې به یو واکسین تیار شي.

په ټوله نړۍ کې د کورونا پېښې له درې نیم میلیون څخه زیاتې شوې او د مړو شمېر یې نږدې دوه نیمو لکو ته رسېدلی.