BBC
 شاته

د واشنګټن د یوه پلورنځي مشکوک بریدګر نیول شوی

د امریکا واشنګټن ایالت د برلینګټون ښار پولیس وايي، د خرڅلاو په یوه مرکز کې یې هغه مشکوک ډزې کوونکی نیولی، چې لږترلږه پنځه کسان یې ووژل. د نیول شوي هویت نه دی په ډاګه شوی، خو وايي شاوخوا ۲۰ کلن ځوان دی.