شاته

افغانستان کې د کرونا ویروس جدي وضعیت؛ ارګ بندیزونه تر اختره وغځول

د افغانستان حکومت په داسې حال کې چې نړیواله ټولنه د افغانانو د اقتصادي حالت د کمزورتیا په اړه خبرداري ورکوي، د بندیزونو موده تمدید کړه.

د ارګ په خبرپاڼه کې چې پرون د مې په ۲مه، خپره شوه ویل شوي چې جمهور رئيس محمد اشرف غني په افغانستان کې د کرونا له وبا سره د مبارزې د ارزونې لپاره فوق‌العاده غونډه رابللې وه.

دا غونډه د وېډیو له لارې شوې او د کابینې ټولو غړو او والیانو ګډون په‌کې درلود.

"; //parse XFBML, because it is not nativelly working onload if (!fbParse()) { var c = 0, FBParseTimer = window.setInterval(function () { c++; if (fbParse()) clearInterval(FBParseTimer); if (c === 20) { //5s max thisSnippet.innerHTML = "Facebook API failed to initialize."; clearInterval(FBParseTimer); } }, 250); } } }; thisSnippet.className = "facebookSnippetProcessed"; if (d.readyState === "uninitialized" || d.readyState === "loading") window.addEventListener("load", render); else //liveblog, ajax render(); })(document);

په غونډه کې پرېکړه شوې چې بندیزونه به د روژې د مبارکې میاشتې تر پایه پر ځای وي.

همداراز، پرېکړه شوې چې د کابل او ولایتونو ترمنځ مسافر وړونکي پروازونه هم بند شي.

د ارګ په خبرپاڼه کې نه‌دي ویل شوي چې کورني مسافر وړونکي پروازونه به تر کومه بند وي.

د افغانستان حکومت په دې هېواد کې د کرونا د وبا د لاخپرېدو د مخنیوی لپاره د بندیزونو د وخت د زیاتولو پرېکړه په داسې حال کې کړې چې په دې هېواد کې د رسمي شمېرو پر اساس، د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو شمېر ورځ تر بلې په ډېرېدو دی.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت پرون وویل چې په ټول هېواد کې ۱۷۹ تنه په کرونا ویروس تازه اخته شوي دي.

افغانستان کې د کرونا ویروس ۱۷۹ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې

د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار
د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار

له دې سره په ټول افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر ۲۵۰۰ ته لوړ شوی دی.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د کرونا ویروس له کبله په 'کووېډ-۱۹' د اخته وګړو شمېر یوازې په کابل ښار کې ۶۲۹ ته رسېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په حکومت کې یوې معتبرې سرچینې پرون ازادي راډیو ته ویلي چې په کابل کې د ۵۰۰ کسانو طبي معاینې چې د یوه راپور لپاره شوې وه څرګنده کړې چې تر نیمايي زیات وګړي په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ اخته دي.

دې سرچینې د موضوع د حساسیت له کبله د خپل نوم له څرګندولو ډډه کړې ده.

د افغانستان عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز
د افغانستان عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز

سرچینې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې د افغانستان عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز دا معلومات پرون د کابینې په غونډه کې شریک کړي دي. د سرچینې په وینا، د عامې روغتیا وزیر خبرداری ورکړی چې دوی ته په تصادفي ډول څرګنده شوه چې ډېر خلک په کابل کې په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې دا مطالعه او نوي معلومات د کابل ښاریانو ته یو جدي خبرداری دی ترڅو د کرونا ویروس جدي وګڼي.

د افغانستان عامې روغتیا وزیر تر دې وړاندې له غربي رسنیو سره په خبرو کې اندېښنه څرګنده کړې وه چې ښايي یو میلیون وګړي په افغانستان کې په دې ویروس اخته شي او تر یو لک پورې انسانان له دې کبله مړه شي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند پرون له ازادي راډیو سره په خبرو کې پر خلکو غږ کړی چې د روغتیا وزارت خبرداري جدي وګڼي که نه تر ۸۰ فصیده زیات وګړي به کرونا ویروس ونیسي.

له بې‌وزلو سره مرسته
له بې‌وزلو سره مرسته

په افغانستان کې د کرونا وبا په داسې وخت کې راغلې چې خلک تر سخت اقتصادی فشار لاندې دي.

ځینې کابل ښاریان: روان قرنطین له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي یوو

له کوچنیانو سره د مرستې نړیوالې ادارې، سېف د چلډرن په وروستي راپور کې ویلي چې د کرونا وبا تر خپرېدو مخکې په افغانستان کې پنځه میلیونه کوچنیانو بشري مرستو ته اړتیا درلوده.

د ملګرو ملتونو سازمان ویلي چې دوه میلیونه کوچنیان چې تر پنځو کلونو کم عمر لري په سخته لوږه کې ژوند کوي.