شاته

سالنګ کې د څرخي پله د زندان د مسؤولینو پر کاروان برید وشو

د بغلان ولایت سیمه ایز چارواکي وايي، نن سهار وسله‌والو طالبانو په شمالي سالنګ کې د څرخي پله زندان د مرستیال پر کاروان راکټي برید وکړ، چې په کې درې تنه ووژل شول.

د بغلان ولایت سیمه ایز چارواکي وايي، نن سهار شاوخوا ۹ بجې وسله‌والو طالبانو د دغه ولایت د خنجان ولسوالۍ په شمالي سالنګ سیمه کې د څرخي پله زندان د مرستیال د موټرو پر کاروان راکټي برید وکړ، چې په ترڅ کې یې دوه پولیس او یوه ښځه ووژل شوه.

د بغلان د ولایتي شورا غړي بسم‌الله عطاش امریکا غږ ته وویل، دغه راکټي برید هغه مهال ترسره شو، چې د څرخي پله د زندان مرستیال سیدآغا خان د موټرو کاروان له کابل څخه د پُلخمري په لور روان وو.

د بسم‌الله عطاش پر وینا په وژل شوو کسانو کې د څرخي پله د زندان د مرستیال دوه ساتونکي او یوه ښځه شامله ده.

هغه وویل "په شمالي سالنګ کې سړک ته نږدې طالبانو ورباندې راکټي برید وکړ".

د بغلان د والي ویاند د دغې پېښې په اړه بې‌خبري وښوده.

خو په سالنګونو کې یوې امنیتي سرچینې امریکا غږ ته وویل، دا برید هغه مهال ترسره شو، چې د څرخي پله زندان مسؤولینو غوښتل د پُلخمري د زندان سیاسي بندیان کابل ته ولېړدوي.

د سرچینې پر وینا په دغه راکټي برید کې چې د پولیسو پر یو رینجر موټر باندې لګېدلی دی، دوه پولیس او یوه ښځینه زنداني وژل شوې او درې پولیس ټپیان شوي دي.

طالبانو د برید مسولیت منلی او ویلي دي چې په دغه برید کې پنځه پولیس وژل شوي دي.

د کندز دشت ارچې کې د عملیاتو پیل

په کندوز کې د طالبانو د ځپل په موخه د تندر ۱۶ په نامه عملیات د دشت ارچي له ولسوالۍ څخه پيل شول.

په کندوز کې د شلمې فرقې ریس ارکان سید قربان موسوي وايي چې په دغو عملیاتو کې ۲۳ تنه د دولت مخالف وسله وال وژل شوي، او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

برید جنرال موسوي زیاته کړه چې ددغو شپنو عملیاتو په ترڅ کې افغان ځانګړو ځواکونو ۶ تنه وسله وال کسان ژوندي نیولي دي.

د سیمې یو تن اوسیدونکي عبدالرحمن امریکاغږ ته وویل چې ددوي د کورنو خواته د عیدګاه له سیمې څخه افغان ځواکونو د شپې په یوه چاپه کې ۶ تنه بیولي دي.

هغه زیاتوي چې په جنګي حالاتو کې د شپې له خوا په یو کور کې د شپږو ځایي کسانو پاتي کیدل شک په یقین بدلوي.

د شلمې فرقې ریس ارکان سید قربان موسوي وايي چې نیول شوي کسان یې عدليي او قضايي ارګانونو ته سپارلي دي.

هغه دا هم وویل چې د مخالفینو له خوا شپږ هغه ماینونه چې د افغان ځواکونو د عملیاتو او پرمختګ د مخنیوي په موخه ځای پر ځای شوي وو خنثی شوي دي.

موسوي وايي چې په دغو عملیاتو کې افغان ځانګړو ځواکونو ته زیان نه دی رسیدلی.

تیره اونۍ هم د کندوز په دشت ارچي کې د قاطع ملاتړ په هوايي مرسته د مخالفو وسله والو زیات شمیر هغه مرمۍ ضد وسایط او موټرې چې د کندوز په سقوط کې یې نیولي وو په نښه شوي او له منځه وړل شوي دي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.