شاته

پاکستاني او روسي سرتېري نن ګډ پوځي تمرینات پیلوي

د پاکستان او روسیې ګډ پوځي تمرینات نن پیلیږي، د پاکستان د پوځ ویاند جنرال عاصم باجوه په ټویټر کې لیکلي دي چې دا تمرینات به د اکتوبر تر لسمې دوام وکړي.

تر دې مخکې روسیې خبر ورکړی و چې د دوی اویا سرتېرې پاکستان ته رسېدلي دي.

دا پوځي تمرینات په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د امریکا د متحد ایالتونو اړیکي په سیمه کې د پاکستان له سیال، هند سره تودې شوې دي.

پاکستان په ۲۰۱۴ کال کې له روسیې سره د پوځي همکاریو تړون لاسلیک کړ.

د پاکستان د پوځي چارو څيړونکي حسن عسکري فرانس پریس اژانس ته وویل چې دا تمرینات د دې څرګندوي کوي چې روسیه غواړي په جنوبي اسیا کې خپل اغېز پراخ کړي او ښکاره ده چې دا مساله د واشنګتن او نوي ډیلي له نویو اړیکو سره ارتباط لري.