شاته

عاصم باجوه د عمران خان د اطلاعاتو مرستیال: د سوشل ميډيا څرګندونې

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د اطلاعاتو په برخه کې خپله پخوانۍ مرستياله فردوس عاشق اعوان لرې کړې او د هغې په ځای يې د پوځ پخوانی وياند لفټننټ جنرل (ر) عاصم سليم باجوه مرستیال ټاکلی دی.

د دې ترڅنګ شبلي فراز د اطلاعاتو مرکزي وزير جوړ کړی شوی دی.

د پوځ پخوانی وياند دا وخت د پاکستان او چين د اقتصادي راهدارۍ (سي پېک) دپاره جوړې ادارې مشري په غاړه لري.

د عاصم باجوه ټاکنې ته په سوشل ميډيا غبرګون

ژورنالسټ سيد طلعت حسېن په ټویټر ويلي،

"په تاريخي توګه د اطلاعاتو په څانګه کې د پوځي يا نيم پوځي ټاکنه د مارشل يا د مارشل لا سره ورته نظام کې سره تړلې پاتې شوې خو نن يو نوی مثال قايم شو".

د پيپلز ګوند سره تعلق لرونکي فرحت الله بابر ويلي،

"جنرل باجوه چې د پوځ وياند ؤ راحيل (د هغه وخت پوځي مشر جنرل راحيل شريف) يې د يو لوی قامت جنرل په توګه وړاندې کړی ؤ خو چې وردي يې لرې کړه هر څه په ډاګه شو. نه عمران وردۍ وال دی او نه عاصم باجوه".

د څوکۍ څخه لرې کړی شوې فردوس عاشق اعوان ويلي د وزارت څخ لرې کولو په اړه چې په رسنیو کوم خبرونه خپاره شوي هغه يې رد کوي.

خو ويلي يې دي "د وزيراعظم عمران خان مننه چې اعتماد يې پرې وکو او يو کال هغې د خپلو خدمتونو ترسره کولو هڅه وکړه. وزیراعظم حق لري چې د ټيم کوم لوبغاړی په کوم ځای کې کاروي زه يې د فېصلې احترام کوم".

ژورنالسټ مرتضی سولنګي په ټويټر اعوان ته ويلي،

"ستاسو ځای خو اوس يو نه دی د هر څه نه بهر يئ".

د عمران لخوا دغه تازه بدلونونه په داسې حال کې شوي چې دوه ورځې وړاندې يو مرکزي وزير اسدعمر ويلي ؤ، ۱۸م ائيني بدلون او اېن اېف سي اېوارډ ته بيا کتنه کېدی شي.

د حکومت مخالفه سياسي ګوندونو دغه بيان ته سخت غبرګون ويلی چې که ۱۸م ائيني بدلون چېړل کيږي نو دا به د پاکستان بنيادونه وړقوي.