شاته

صدر ټرمپ وایي دکرونا وايرس خورولو پسر امریکا دچین نه د دروند تاوان غوښتنه کولی شي

دامریکې صدر ډانلډ ټرمپ وایي کرونا وائرس د چین د ووهان ښار څخه نړۍ ته خواره شوي ځکه نو مونږ له چین څخه ددې تاوان غوښتی شو چې دا یو ستر رقم کیدای شي.

دای ایف پي خبري شبکې د رپورټ له مخې سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته صدر ټرمپ ویلي “مونږ دچین څخه خوشحاله نه یو،مونږ په دې ټول وضعیت خوښ نه یو ځکه مونږ ګڼله چې ددې(کرونا)مخه نیول کیدای شي”

دکرونا وائرس په اړوند هغه وویل “ددې مخه سم د واره نیول کیدای شوه اؤ که داسې شوې وه نو دا به ټولې نړۍ ته نه خوریدل”

امریکایي صدر وویل ددې د مسولینو دمعلومولو څو لارې دي اؤ‌ مونږ څه سنجیده پلټنې هم کوؤ چې له هغې څخه یقیناً ټول خبر دي.

د چین څخه د جرمني له لوري د۱۶۵اربو ډالرو د تاوان غوښتنې په اړوند دیوې پوښتنې په ځواب کې ټرمپ وویل “مونږ دجرمني نه هم د زیاتو پیسو تاوان غوښتی شو خو تر اوسه مو نه ده ټاکلې چې باید څومره پیسې وغواړو?”

دکرونا وائرس د معاشي نقصاناتو په حوالې ورکولو هغه وویل” په نړیوال کچه له دې څخه زیانونه اوښتي دي،امریکا ته یې هم ضربه رسیدلي ده خو دا د ټولې نړۍ زیان دی”

تر دې وړاندې روانه میاشت امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ امریکا ته ګواښ کړی ؤ چې که ثابته شي کرونا وائرس دچین دلیبارټرۍ څخه خواره شي نو چین ته به ددې سختو نتیجو ته ځان نیول وي

کرونا وائرس تیرکال ددسمبر په میاشت کې دچین په ووهان ښار کې مخې ته راغلي وؤ اؤ دغلته یې په زرګونو کسان اغیزمن کړي اؤ وژلي ؤؤ.

چین له سختو ګامونو پورته کولو وروسته په دې وائرس قابو موندلې وه اؤ تر اوږدې مودې پورې یې لاک ډان کړی ؤ‌ خو اوس په دغه هیواد کې کاروباري فعالیتونه بیرته پیل شوي ولې په حفاظتي تدابیرو په سختۍ سره عمل روان دی.

دامهال امریکا دکرونا وائرس له امله تر ټولو زیاته ځپل شوې چې دغلته یو میلیون ،۱۰زره اؤ۵۰۷کسان په کرونا وائرس اخته شوي اؤ ۵۶زره ۸۰۳کسان مړه شوي دي.

ټوله نړۍ کې تر دې وخته دکرونا وائرس څخه ۳۰لکه ۷۳زره اؤ۵۰۹ کسان اغیزمن دي اؤ دوه لکه ۱۱زره اؤ ۷۶۶کسان ترې مړه شوي هم دي