شاته

پاکستان: په کرونا وايرس د مړه شوؤ شمېره ۳۰۱ شوه، اغېزمن ۱۴زره ۷۹

په پاکستان کې د کرونا وايرس له امله د مړه شوؤ کسانو شمېره ۳۰۱ ته ورسېده، او په ملک کې په ۱۴زره ۷۹ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې په تېر شورا روز کې نور ۱۶ تنه د کرونا وايرس نه مړه شوي او په نورو ۷۵۱ کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شوي دي.

په ۱۴زره ۷۹ کسانو کې چې د کرونا وايرس پخلی شوی ۳۲۳۳ ترې صحتمند شوي هم دي.

خېبرپښتونخوا

په خېبرپښتونخوا کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وايرس نه نور شپږ تنه مړه شوي چې ورسره د مړو شمېره ۱۰۴ ته رسېدلې ده.

په صوبه کې په ۱۹۸۴ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی او ۵۳۳ ترې ښه شوي هم دي.

پنجاب

په پنجاب صوبه کې په ۵۶۴۰ کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شوي ۹۱ ترې مړه شوي او ۱۳۰۶ ترې ښه شوي دي.

سند

په سند صوبه کې په د کرونا وايرس ۸۵ کسان مړه کړي، په صوبه کې په ۴۹۵۶ کرونا وهلو کې ۹۲۵ صحتمند شوي دي.

بلوچستان کې د کرونا نه د مړه شوؤ شمېره ۱۴ او اسلام اباد کې څلورو ته رسېدلې ده.

بلوچستان کې ۶۶۳ او اسلام اباد کې ۲۲۱ کسان په کرونا وايرس اخته دي.