شاته

د سند صوبې ګورنر عمران اسماعیل هم په کرونا وايرس اخته شوی

د پاکستان تحریک انصاف ګوند سره تعلق لرونکی د سند صوبې ګورنر عمران اسماعیل هم په کرونا وايرس اخته شوی دی.

عمران خان اسماعيل د ګل/ دوشنبې په ورځ په خپله پخلی کړی چې هغه په کرونا وايرس اخته شوی دی.

په پاکستان کې تر ټولو لمړی د کرونا وایرس پېښه د سند صوبې په مرکزي ښار کراچۍ کې مخې ته راغلې وه.

د ګورنر نه وړاندې د سند صوبې د تعليم په وزیر سعيدغني کې هم د کرونا وايرس مالوم شوي، او هغه ترې اوس صحتمند شوی دی.

دوه ورځې وړاندې د متحده مجلس عمل سره تعلق لرونکي د صوبايي اسمبلۍ ممبر عبدالرشيد هم ويلي ؤ په هغه کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

د پيپلز ګوند د سند صوبايي حکومت د کرونا وبا د خورېدو د مخنيوي په لړ کې په ملک کې تر ټولو اول لاک ډاؤن اعلان کړی او د صوبې په تعليمي ادارو کې يې رخصتي ورکړې وه.