شاته

د امریکې او د طالبانو د امن معاهدې وروسته هم په افغانستان کې تشدد زیات شوی، یوناما وايي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو مشن(یوناما) ویلي دي چې په افغانستان کې د امریکا او طالبانو ترمنځه د امن تړون باوجود هم د تشدد پېښې زیاتې شوي دي او د سږ کال په لومړیو درېو میاشتو کې د تشدد په پېښو کې تر۵۰۰ زیات عام وګړي وژل شوي دي.

د یوناما په رپورټ کې ویلي شوي دي چې د سږ کال فرورۍ په ۲۹ نېټه د امریکا او طالبانو ترمنځه د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او په ځواب کې د طالبانو لخوا د امن ضمانت ورکولو وروسته تشدد نور زیات شوی دی.

د یوناما په رپورټ کې ویلي شوي دي چې په لوظنامه کې ژمنه شوې وه چې طالبان او افغان حکومت به د امن لپاره کار کوي او د مارچ په میاشت کې هیلې څرګنده کېدلی چې دواړه خواوې به خبرو ته کښېني ، جګړا به له منځه یوسي او افغان وګړي به د کرونا عالمي وبا نه بچ کړي خو وايي دغه هڅې بې ځایه شوي دي.

په خپل رپورټ کې د ملګرو ملتونو مشن ویلي دي د کال ۲۰۲۰ په لوړمېو درېو میاشتو کې د تشدد په پېښو کې ۱۲۹۳ اولسي خلک مړه یا بیا ژوبل شوي چې پکې ۱۵۲ ماشومان او ۶۰ زنانه دي. په دغه پېښو کې ۷۶۰ پورې عام خلک ژوبل شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سېکرټري جنرل ځان ګړې استاذې او د یوناما مشرې دېبورا لیونز یو ځل بیا په طالبانو د ډزبندی غږ کړی خو طالبانو دغه غوښتنه رد کړی ده .

د یوناما مشرې ویلي دي چې افغانستان کې د بېګناه خلکود ژوندونو تحفظ اود افغان قوم ښه مستقبل لپاره دا ضروري ده چې تشدد دې ودرولی شي.

ددې باوجود چې امریکا خبردارې کړی دی چې تشدد دې راکم کړی شي او د بندیانو خوشې کولو په سر د اختلافونو ختمولو ضرورت دی خو د یوناما رپورټ وايي چې د امن لپاره روانې هڅې د طالبانو لخوا په افغان حکومتي ځواکونو د بریدونو وروسته زیان منې شوي دي.

رپورټ زیاتوي چې د افغانستان سیاسي مشرانو افغان صدر او دده مخالفه عبدالله عبدالله ترمنځه انتخابي شخړې هم د امن هڅو نه پام اړولی دی.

ددې نه وړاندې د امریکا ځان ګړي استاذي زلمي خلیلزاد، نېټو او د اسلامي هېوادونو کانفرنس هم په طالبانو غږ کړی چې د کرونا وایرس وبا سره د مقابلې دپاره او د روژې د میاشتې په خاطر دې تشدد راکم کړي خو طالبانودغه غوښتنې رد کړي دي.

د یوناما په رپورټ کې ویلي شوي دي چې که وکتلی شي نو د افغان حکومت مخالفه ډلو او په خاصا توګه د طالبانو لخوا د روان کال د تشدد پېښې د تېر کال ۲۰۱۹ د وړمیو درېو میاشتو په پرتله۲۰ فیصده زیاتې شوي دي.

رپورټ وايي چې افغانستان کې هدفي وژنې، د تښتولو او ددې وروسته د خلکو وژنه زیاته شوې ده.

د طالبانو ترجمان د یوناما دغه شمېرې رد کړي دي او وايي چې تشدد کې د عامو خلکو د وژنو مخنیوي لپاره ددوي جوړ کړی شوي کمېشن په هڅو دغه شمېرې صفر ته راښکته شوي دي.

طالبانو ویلي دي چې د یوناما د مړو د شمېرو دریمه برخه د عامو وګړو دوژنو ذمه وار افغان ځواکونه، ددوي پلوي او بهرني ځواکوني دي.

یوناما ویلي دي چې د زیاتره ماشومانو د وژنو وجې هوايي بریدونه او د ځواکونو ترمنځه انښتې دي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي