شاته

۱۸م ائيني بدلون چېړل به د پاکستان د وفاق دپاره خطرناک وي

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د حکومتي وزير ۱۸م ائيني بدلون ته د بيا کتنې خبرې ته مخالفه سياسي ګوندونو سخت غبرګون ويلی چې که دا ائيني بدلون وچېړل شو دا به د پاکستان د وفاق دپاره خطرناک وي.

د تحریک انصاف ګوند د حکومت مرکزي وزير اسد عمر ويلي، ۱۸م ائيني بدلون ښه ګام ؤ خو په دې کې نيمګړتياوې شته هغو نيمګړتياؤ او اېن اېف سي اېوارډ ته بيا کتنه کېدی شي.

د پاکستان پيپلز ګوند فرحت الله بابر وايي، "دا لمړی ځل نه دی چې په ۱۸م ائيني بدلون اعتراضونه کيږي، او د دې هغه خلک مخالفت کوي او اعتراضونه پرې کوي د چا چې د دې ائيني بدلون د لارې د ګټو ترلاسه کولومخه نيول شوې ده".

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، "د دې ائيني بدلون نه وړاندې به ځينې ادارو او ځینې خلکو د قامي خزانې نه څومره پېسې راويستل غوښتې پېسې به يې راويستلې، هغه سلسله ختمه شوه".

هغه زياته کړه "او هغه خلکو به چې اېوان صدر به يې کارؤ او پارلیمان او منتخب حکومت به يې ختمولو هغه سلسله ختمه شوه".

فرحت الله بابر وايي د عمران خان د حکومت جوړېدو سره سم د ۱۸م ائيني بدلون په اړه خبرې پېل شوې وې.

نوموړی بابر وايي يو خو دوي دا خبره ردوي چې د دوي سره په دغه اړه کومه رابطه شوې او نه دوي په دې کې کوم بدلون ته تيار دي.

د پاکستان مسلم ليګ ن ګوند ويلي، "۱۸م ائيني بدلون يو متفقه دستاويز دی چېړل به يې نوې شخړې رابرسېره کړي، دا ټولو سياسي ګوندونو په شريکه د پارلیمان نه منظور کړی ؤ".

د مسلم ليګ ن ګوند عمومي سېکتر احسن اقبال په ټویټر ویلي "په داسې موقع چې قوم د مختلفو بحرانونو سره مخ دی د نوې جګړې جوړولو څه مقصد دی"؟.

عوامي نيشنل ګوند هم وايي "۱۸م ائيني بدلون چېړل به د پاکستان بنیادونه چېړل وي، او د ۱۸م ائيني بدلون د لارې د خپلې خاورې خپله اختیار نعرې ته عملي جامه اغوستل شوې وه".

د عوامي نيشنل ګوند عمومي سېکتر میا افتخار حسېن ويلي، "د چينۍ او وړو غل د پي ټي ايي حکومت لخوا د ۱۸م ائيني بدلون چيړل او اېن اېف سي اېوارډ ختمول د ماشومانو لوبې نه دي، ۱۸م ائيني بدلون اوس د ائين برخه ده د درې ووټونو په اکثریت جوړ حکومت ته به چېړل ګران پرېوځي، عمران خان د ملک دپاره امنیتي خطر جوړ شوی دی".

د شمالي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ منتخب غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ محسن داوړ وايي اول خو دوي د دغه بيان غندنه کوي او د تحریک انصاف حکومت جوړ شوی د دې کار د پاره دی، او دلته د جمهوري عمل ختمولو هڅې کيږي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل "چې د ۱۸م ائيني بدلون وروسته صوبوته واک ترلاسه شوی دی او پوځ ته اوس هغه هومره برخه نه مېلاويږی څومره چې به وړاندې مېلاوېدې او اوس د ترهګرۍ په سر هغه مرستې هم نه ترلاسه کيږي".

هغه وويل که ۱۸م ائيني بدلون ځي وفاق به هم ورسره پاتې نه شي.

په کال ٢٠١٠م کې د پيپلز پارټۍ حکومت د ټولو پارليماني ګوندونو په مرسته په ائين کې ۱۸م ائيني بدلون راوستی چې د پارليمان او د حکومت د ماتولو واک د صدر په ځای پارلمان ته ورکړل شو او د دغه بدلون په وجه د غېر ائيني اختيار اخیستلو لاره بنده کړل شوې ده.

د ۱۸م بدلون لاندې صوبو ته واک ترلاسه شوی، په خپلو وسايلو ورته اختیار ورکړی شوی، د نېشنل فنانس کمېشن ايوارډ (اېن اېف سي) لاندې د صوبو برخه زياته کړل شوې او يو شمېر محکمې چې د ترميم نه وړاندې د مرکز سره وې، هغه صوبو ته سپارل شوې دي.

د ۱۸م ائيني بدلون تر ټولو مهمه نقطه دا ده چې د پاکستان په ائين کې د پوځي امر جنرل ضيا الحق لخوا ورګډ کړل شوی اتم ترميم لرې کړی شوی چې د هغې د ارټيکل ٥٨-٢ (بي) لاندې د ملک صدر ته دا واک ترلاسه ؤ چې په خپل حکم پارلیمان مات کړي او حکومت کور ته وليږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.