شاته

کرونا وایرس له امله د برطانيي ځینو جوماتونو عارضي مرده خاني جوړې کړي

د روژې میاشت شروع شوې ده او د برطانيي په برمنګهم ښار کې د ګمګهول شریف مرکزي جامعه مسجد کې په دې ورځو شپو کې ګڼه ګوڼه وي.

خو سږ کال د کرونا وایرس له امله جومات تړل شوی دی او د جومات د موټرو ودرولو میدان په عارضي مرده خانه کې بدل کړی شوی دی. په دې مرده خانه کې ۱۵۰ مړي کښیودل شي.

د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ترمخه په رضاکارانه توګه جوړې کړی شوي مرده خانې ته په برطانیه کې مېشته د کرونا وایرس دلاسه د مسلمانانو او نورو مهاجرت کوونکو مړي راوړل کیږي او ښايي چې د ناروغۍ له امله دغو ټولنو ته څومره جاني زیان رسېدلی دی. رپورټ وايي د برمنګهم خوا او شا سیمو کې د بېلا بېلاو قومونو خلک اباد دي او د کرونا وایرس دلاسه پکې تر ټولو زیات مړي شوي دي.

د ګمګهول شریف مرکزي جامعه مسجد مخې ته د عارضي مرده خانې انتظام محمد زاهد کړی دی چې د جومات په مالی چارو کې هم مرسته کوي، وايي وړاندې به یې په هفته کې یوه یا دوه جنازې کولی او خو په تیرو هفتو کې یې هره ورځ پنځه یا شپږ جنازې کړي دي.

د ګمګهول شریف مرکزي جامعه مسجد سره نژدې په ګرین لېن نومې جومات هم په عارضي مرده خانه بدل شوی دی. په عام ورځو کې ګرین لېن جومات په کال کې قریباً د ۲۵ جنازو انتظام کوي خو په تېرو څو ورځو کې هره ورځ پنځه جنا زې کړي دي.

په برطانیه کې ۲۰۷۰۰ کسان کرونا وایرس دلاسه په هسپتالونو کې مړه شوي دي او ای پي په خپل رپورټ کې وايي په زرګونو خلک د لوې عمر خلکو د ساتي مرکزونو کې هم مړه شوي دي.

د برطانيي وزیراعظم بورس جانسن هم کرونا وایرس ناروغه کړی و خو اوس صحت یاب شوی دی.

شمېرې شايي په برطانیه کې کرونا ویراس له امله ۱۶ فیصد کسان د اېشیايي یا تور پوستکو قامونو نه وو چې د برطانيي د ابادۍ ۱۴ فیصد برخه ده او حکومت امر کړی چې په دغو ټولنو کې د زیاتو تلفاتو اسباب د معلوم کړی شي.

ای پي وايي دغه رجحان په امریکا کې هم لیدل کیږي او د ای پي څیړنه څرګندوي چې په امریکا کې کرونا وایرس له امله ۴۲ فیصد امریکایان تورپوستکي وو.

کاملیش خونتي د لایسېستر یونیورسټۍ څیړونکي ده وايي که په امریکا افریقايي امریکایان د صحت د خیرښیګړی سهولتونو ته رسايي نه لري نو په برطانیه کې دا سهولتون ویړیا دي نو ځکه په برطانیه کې په ایشیايی ټولنه کې زیاتو مرګونو ‌ذمه واري د علاج په نیشت والي نشي اچول کیدی. هغې وویل په برطانیه کې ایشیايي کورنۍ زیاتره یو ځای اوسیږي او داسې کارونه کوي چې د نورو خلکو سره پکې رابطه زیاته وي لکه ډاکټران، نرساني او ټېکسي چلول شو.