روسي پوځیان د گډو عملیاتو لپاره پاکستان ته ورسیدل
روسي عسکر له پاکستاني ځواکونو سره په لومړي ځل د ګډو پوځي مانورو د ترسره کولو لپاره په داسې حال پاکستان ته رسیدلي چې هندي عسکر په روسیه کې د ترهګرۍ پرضد پوځي تمریناتو کې برخه اخلي.
د روسيې د دفاع وزارت ویلي ۷۰ روسي عسکر د جمعې په ورځ پاکستان ته ورسېدل او ټاکل شوېده چې د شنبې په ورځ پوځي تمرینونه پیل کړي او زیاته کړې یې ده چې دغه تمرینونه به د دواړو هېوادونو ترمنځ پوځي همکاري پیاوړې کړي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مشر جنرال عاصم باجوه په خپل ټویټر کې لیکلي:
د روسيې د ځمکنیو ځواکونو یوه قطعه له پاکستاني ځواکونو سره د ګډو پوځي تمرینونو د ترسره کولو لپاره پاکستان ته رسیدلې.
دا په داسې حال کې ده چې ۲۵۰ هندي عسکر له روسي عسکرو سره د روسیې په ختیځ کې په یوه پوځي پولیګون کې د ترهګرۍ پرضد د ګډو مانورو په اجرا بوخت دي.
مسکو او نوي ډهلي د ساړه جنګ پرمهال تودې سیاسي او پوځي اړیکې درلودې او امریکا بیا د هند له سیال هېواد پاکستان څخه ملاتړ کاوه.
هند د روسي وسلو مهم پېردونکي پاتې شوی خو مسکو په ضمن کې هڅه کړې چې له پاکستان سره هم اړیکو ته انکشاف ورکړي.