شاته

امریکا د حزب اسلامي سره د سولې د موافقې هر کلی وکړ

د متحده ایالاتو د ملي امنیت د شورا ویاند نیډ پرایسپه یوې اعلامې کې ویلي دي چې د افغانستان حکومت او د حزب اسلامي دا اقدام ستایي چې د سیاسي خبرو اترو له لارې په سوله ایزه توګه موافقې ته سره ورسیدل.

په اعلامیې کې ویل شوي چې دغه موافقه څرګندوي چې د افغانستان حکومت په هیواد کې د "سولې او ثبات" راوستو ته ژمن دی.

د ملي امنیت د شورا په اعلامیې کې همدارنګه ویل شویدي چې د دې موافقې ګټه د ټولو نه زیاته د افغانستان ولس ته رسیږي.

په اعلامیې کې دا هم ویل شوي چې متحده ایالات د افغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې ملاتړ کوي چې له مخې یې وسله والې ډلې د تشدد نه لاس اخلي، د نړیوالو تروریستي ډلو سره اړیکې پرې کوي ، د افغانستان اساسي قانون او د میرمنو او اقلیتونو حقونه مني.