شاته

د حکمتیار د اسلامي حزب یو لوړپوړي مقام له افغانانو بخښنه وغوښته

د گلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب یو مقام قریب الرحمن سعید نن د امریکا غږ د اشنا رادیو سره په یو سیاسي بحث کې گد افغانستان له خلکو په ځانگړې توگه د هغو کورنیو څخه چې د افغانستان په کورنۍ جگړو کې تاواني شوي بخښنه وغوښته.

ښاغلي سعید وویل "هر هغه تاوان چې ملت ته رسیدلی وي، زمونږ خپل تاوان دی، که څوک شهید شوی وي، ټپي شوی وي، په طبعي توگه له هغوی څخه ب[ښنه غواړو."

ښاغلي سعید همداشان زیاته کړه چې اسلامي حزب په دې باور دی چې د هغو کسانو سره د حساب کتاب د کولو لپاره چې په جنایاتو تورن دي که د حزب اسلامي وي او که "هر کوم بل څوک" یوه بې طرفه محاکمه باید جوړه شي.

ښاغلي سعید وویل "اسلامي حزب په دې باور دی چې یوه بین الافغاني خپلواکه محکمه باید جوړه شي او هغه کسانو چې جرم یې کړی که د حزب اسلامي وي او که له هر ډول او هر تنظیم څخه وي، له هرې خوا او هر قوم وي، د هر مذهب وي او افغانان وي باید هغه محکمې ته راوړل شي، پرې دعوا وکړي او محاکمه یې کړي."