شاته

د عراق پوځ شرقات له داعش څخه بیرته ونیو

عراقي سرتیرو د امریکا په مشرۍ د ایتلاف ځواکونو په هوایي ملاتړ د اسلامي دولت د ډلې یا داعش له منگلو څخه د موصل ښار د بیرته نیولو لپاره تیاری نیسي.

د عراق امنیتي ځواکونو د امریکا په مشرۍ ایتلاف د هوایي بریدونو په ملاتړ د پنجشنبې په ورځ د شرقات ښار مرکز له داعش څخه ونیو.

د شرقات د سیمې بشپړه نیول چې اوس د هغه د اداري مرکزونو زیاته برخه د عراق د حکومت د پلوي قواو تر کنترول لاندې ده د موصل ښار د بیرته نیولو لپاره عراقي ځواکونو ته خورا اهمیت لري.

عراقي سرتیري چې د محلي پولیسو او د قبائیلي سني مذهبه جنگیالیو له خوا یې ملاتړ کیده، اوس هم ددې ښارگوټي په شاوخوا کې د داعش د سخت دریځې ډلې د خورو ورو شویو جنگیالیو سره په جگړه بوخت دي. خو د عراقي مقاماتو په وینا د پوځ له سرتیرو پرته محلي قواوی په عملي توگه له سخت دریځو سره په جگړې بوخت نه دي.

هغه جنگیالي چې د الحشد الشعبی په نوم مشهور دي د هغو ټانکونو تصویرونه خپاره کړي چې ویل شوي د داعش پر مرچلو یې راکټونه ورلولي دي. دغه خپره شوی ویدیو د هغو کورنیو تصویرونه هم خپاره کړي چې د جگړې له سیمې تښتي او عراقي ځواکونه ورسره مرسته کوي.

له دې دمخه د عراق صدراعظم حیدرالعبادی ویلي وو چې عراقي سرتیرو د موصل ښار د جنوب په ٧٥ کیلومیترۍ کې د داعش له ولکې څخه د شرقات د بیرته نیولو لپاره عملیات پیل کړي دي.

دغه تازه عملیات د عراق د پوځ د پراخو هڅو یوه برخه ده چې د موصل ښار د بیرته نیولو لپاره د تدارکاتي لارو د خلاصولو په مقصد کیږي . د امریکایي او عراقي مقاماتو په وینا د موصل د ازادولو لپاره عملیات به د اکتوبر په میاشت کې پیل شي. دا ښار د ٢٠١۴ کال د وړي راهیسې د داعش د جنگیالیو په لاس کې دی.