پسرلی: افغاني صادراتو کې ۳۶ سلنه زیاتوالی راغلی
سږکال د نورو کلونو په پرتله په افغاني صادراتو کې ۳۶ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلي نن ازادي راډیو ته وویل، سږ کال د نورو په پرتله په بهرنیو هېوادونو کې د افغاني تولیداتو تقاضا ډېره شوې چې له امله یې افغاني صادراتو کې زیاتوالی راغلی دی.
د ښاغلي پسرلي په وینا، په دې وروستیو کې د ځیني بهرنیو هېوادونو سره د سوداګرۍ په برخه کې د تړونونو لاسیک کېدل د دې لامل شو چې په افغاني صادراتو کې زیاتوالی راشي.
د نوموړي په خبره، د صادراتو په زیاتوالي سره به کورني تولیدات لاپیاوړي شي چې له مخې به یې ډېرو بې روزګارو خلکو ته د کار کولو زمینه برابره شي.