شاته

افغان حکومت او اسلامي حزب نن د سولې موافقه لاسلیک کوي

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، ټاکل شوې چې نن پر یوولس بجو د افغان حکومت او د اسلامي حزب ترمنځ د سولې موافقه لاسلیک شي.

د افغانستان د سولې عالي شورا او د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي ترمنځ د دریو میاشتو خبرو وروسته ټاکل شوې چې نن د سولې ۲۵ ماده ایزه مسوده د سولې د عالي شورا، د افغان حکومت او د اسلامي حزب د استازو ترمنځ لاسلیک شي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، چې په همدې مناسبت نن له غرمې مخکې یوولس بجې په کابل کې یوه غونډه جوړیږي، چې په ترڅ کې به یې د افغان حکومت او د اسلامي حزب ترمنځ د سولې موافقه لاسلیک شي.

ټاکل شوې د افغان حکومت او د اسلامي حزب ترمنځ د سولې موافقه په دوو پړاوونو کې لاسلیک شي.

د سولې د عالي شورا مسؤولین وايي، په لومړي پړاو کې د سولې موافقه نن د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي مشر انجنیر محمدامین کریم، د سولې د عالي شورا د پلاوي مشر مولوي عطاالرحمان سلیم او د افغان حکومت په استازیتوب د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر له خوا لاسلیک کېږي او په دویم پړاو کې به دا موافقه د افغانستان د سولې د عالي شورا د رئيس پیر سید احمد ګیلاني، د اسلامي حزب د مشر ګلبدین حکمتیار او د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا لاسلیک او نافذ شي.

د سولې د عالي شورا یو مرستیال مولوي عبدالخبیر اوچقون امریکا غږ ته وویل، ټاکل شوې چې راتلونکې اونۍ د ګلبدین حکمتیار په حضور په یوې لویې غونډه کې د افغان حکومت او د اسلامي حزب ترمنځ د سولې د خبرو اترو روان بهیر په بریالیتوب پای ته ورسیږي.

د اسلامي حزب او افغان حکومت ترمنځ د سولې موافقه په داسې حال کې لاسلیک کیږي چې نن په پام کې ده د دغې موافقې د لاسلیک په ملاتړ او مخالفت غونډې وشي.