مرادعلي شاه: په سند کې د کرونا وايرس د مخنیوي دپاره د دوه اوونیو نور سخت لاک ډاؤن کوو
د پاکستان د سند صوبې وزیراعلی مراد علي شاه وايي په صوبه کې د کرونا وايرس د مخنیوي دپاره د نورو دوه اوونیو پورې سخت لاک ډاؤن يا ټول بنديز کوي.
خبريالانو سره په خبرو کې نوموړي وويل په ملک کې د کرونا وايرس پېښې اندېښمني دي او د هغه په واک کې په سند صوبه کې دوی هڅه کوي چې د کرونا وايرس د مخنیوي دپاره ټول اړين ګامونه واخلي.
هغه په صوبه او په کراچۍ کې د مرکزي حکومتي سره په مشوره د ځینې صنعتونو يا کاروبارونو د خلاصولو اجازه ورکوو خو په دغو ځايونو کې به دوی ته ورکړی شوې ټوله تګلاره عملي کولی شي.
نوموړي زياته کړه د وزيراعظم عمران سره په ليدنه کې د نورو اعلی وزيرانو سره په ګډه د لاک ډاؤن په اړه خبرې شوي، او په ډېرو موافق شوي دي.
د سند صوبايي حکومت د وياند مرتضی وهاب په وېنا په صوبه کې تراوسه پورې ۱۶زره ۲۶ ټېسټونه شوي چې پکې ۱۶۶۸ مثبت راغلي دي او تراوسه پورې په صوبه کې ۴۱ تنه د کرونا وايرس نه مړه او ۵۶۰ ترې صحتمند شوي هم دي.
د صوبې وزيراعلی مرادعلي شاه وايي، په صوبه کې چې څومره تبليغيان ؤ هغه ځانله کړی شوي د هغو ۱۴ ورځې قرنطين پوره شو، په راتلونکو پينځه ورځو کې به د هغو ټېسټونه وشي او چې د چا ټېسټونه منفي راشي هغه به خپلو علاقو ته ولېږل شي.
هغه وويل د روژې په اړه د علماؤ سره ليده کاته کوي او په شريکه به تګلاره جوړوي.