شاته

په خېبر پښتونخوا کې د سرو زرو بیې زیاتې شوي خو کاروبار کم شوی، زرګران وايي

د امریکايي ‌‌‌‌‌‌ډالر په مقابل کې د پاکستانۍ روپۍ په قدر یا ارزښت کې د کمي له امله د سرو زرو نرخ سیوا شوی او د سرو زرو د يوې تولې نرخ د يو لکه روپيو نه سېوا شوی دی. هم دغه رنګ لس ګرامه سره زر د شپږ اتيا زره روپو نه ختلي دي.

په پېښور کې د سرو زرو کاروبار کونکي زرګرانو دوکانونه دا مهال د کرونا وایرس د مخنیوي په لړ کې د لاک ډاون په ترڅ کې بند دي.

د پېښور ښار د سرو زرو کاروباري مرکز اندرشهر د زرګرانو د تنظيم مشر شېر فرزند وايي چې د ده په ياد کې د سرو زرو نرخ کله هم دومره نه وو وچت شوي.

هغه وايي کله چې د کرونا وايرس له کبله بازارونه تړل کېدل نو په هغه ورځ د یوې تولې نرخ درې نوي زره روپۍ و.

هغه وویل د روپۍ قدر ښکته شوی دی او ډالر يو سل شپږ شپېته روپۍ ته ختلی دی. نو هم له دې په سبب د يوې تولې نرخ يو لکه اوه زره روپۍ ته رسېدلی دی. "زمونږ د سوداګرانو او کاريګرانو د مخکې نه هم کاروبارونه خراب وو او اوس نور هم خراب شو."

په نړيوال مارکيټ کې د سرو زرو بيه د يودریش فی اونس ډالره زياتوالي سره اولس سوه يو ويشت ډالره ته رسېدلی دی.

خو د سرو زرو د خښتو کاروبار کونکي دا مهال زباني کلامي په ټول ملک کې کاروبار کوي ځکه چې د کرونا وبا د لاسه لا څوک خرڅون او اخیستل نه کوي.

تېر کال هم د يو ويشتم دسمبر پورې پاکستان کې د سرو زرو د یوې تولې نرخ اته اتيا زره روپۍ نه سېوا و او وجه يې دا وه چې د روپۍ قدر د ډالر په مقابل کې ښکته راروان و. او د دې له وجې ډېرو خلکو د ونډې يا سټاک اېکسچېنج او پراپرټۍ کاروبارونو پر ځای په سرو زرو کې خپلې پېسې ساتلې وې.

د زرګرانو د تنظيم تر مخه کومو خلکو چې د ډالرو اخیستو پر ځای د سرو خښتې اخیستې وې نو هغوي ګټه کړې ده.خو ډېرو خلکو د ټېکس ادارو، سخت قانون او د څارنې له وجې د سرو زرو اخیستو کې څه زياتوالی نه و ښودلی.

په پاکستان کې د مارچ د مياشتې راهسې د کرونا وايرس خورېدو مخه نیولو دپاره چې کوم ګرځبنديز اعلان شوی دلاندې یې د ودونو دستورې ځنډول شوي او کاروباري مرکزونه تړل شوي دي. وفاقي حکومت دغه ګرځبنديز تر دېرشم اپرېل پورې د غځولو اعلان کړی.

زرګران وايي د دې ګرځبنديز د لاسه به دوي نور اغيزمند کيږي.

د زرګرانو د تنظيم مشر شېر فرزند وايي چې د دې د لاسه د دوی زرګران او کاريګران ډېر اغېزمند شوي دي او ډېرو کاريګرانو پکې د روزۍ ګټلو د پاره نورو مزدورو ته هم لاس اچولی دی.

هغه وايي د ودونو په غونډو بنديز او د ډېرو ودونو وروسته کېدو له عمله خلکو د سرو زرو کالي جوړول بند کړي دي. "مخکې به د سرو د خښتو سوداګري د واده ښادۍ د پاره هم کېده، خو اوس حالات داسې دي چې مخکې به چا يو توله هم جوړوله نو اوس هغه مصنوعي يا ارټېفېشل کالي اخلي، چې چا به مخکې لس تولې جوړولې هغه اوس پينځه جوړوي. نو په دې وجه زمونږ د سرو دا صنعت صفر ته راغلو."

هغه وویل سره زر خو داسې څيز وو چې کله به خلکونه پېسې اضافي شوې نو بيا به يې پرې ګوتمه يا څه والۍ واخستې خو اوس د خلکو د سرو زرو د اخستو قوت بيخي ختم شوی دی.

شېر فرزند د حکومت نه د زرګرانو او د دوي د کاريګرانو د پاره مالي مرسته غواړي. پاکستان کې د سرو زرو ان لاين کاروبار د وړاندې نه ډېر کم و او د پينځه ګرامه نه به هم کم سرو زرو کې يو يا دوه فيصده پورې کاروبار کېدلو. خو زياتره کاروبار به زرګرانو د ودونو په ورځو شپو کې په کالو جوړولو کې کولو خو اوس زرګران وايي د کرونا وايرس له امله دغه ګټې هم کمې شوي دي او کاروبار ډېر راکم شوی دی.