شاته

کرونا ځپلی ۲۰۲۰ به په اقتصادي توګه بدترین کال وي، ايي اېم اېف وايي

د ۱۹۳۰ د لسېزې نه وروسته به ۲۰۲۰ کرونا وایرس دلاسه د دنیا د اقتصاد دپاره د بدحالۍ بد ترین کال وي. دا خبره نړیوالې مالیاتي ادارې انټرنشنل مانیټري فنډ، ايي اېم اېف، د نړیوال اقتصاد په اړه په خپله تازه اندازه کې کړې ده.

ايي اېم اېف د نهې، سه شنبې، په ورځ په خپل رپورت کې وویل چې سږ کال به نړیوال اقتصاد کې د درې فیصد په کچه کمی کیږي، د ۲۰۰۹ د اقتصادي بحران په مهال په اقتصاد کې کمي دغه شرح اشاریه یو فیصد وه.

د کال ۲۰۰۹ په اقتصادي بدحالۍ نه وروسته د پنځه اشاره اته فیصد په شرح ترقي وشوه خو ايي اېم اېف وايي اینده کال د اقتصاد د بحالۍ امکان غیریقیني دی.

د اېسوسي اېټیډ پرېس خبري ادارې ترمخه، په دنیا کرونا وایرس د خپرېدو او په نتیجه کې یې په اقتصاد د منفي اثر نه وړاندې ايي اېم اېف د اټکل کړی و چې نړیوال اقتصاد به سږ کال د درې اشاره درې فیصد په شرخ پرمختګ کوي.

خو په موجوده وخت کې کرونا وایرس د مخنیوي دپاره په سفر د بندیزونو، کاروبارونو د تړل کېدو او د سماجي واټن غوندې قدغنونو د دنیا اقتصاد قریباً ودرولی دی.

د ايي اېم اېف اقتصاد پوهه ګیټا ګوپېنات خبریالانو ته وویل توله دنیا په لاک ډاون کې اچول شوي ده. "داسې بحران مخکې کله نه و راغلی."

ګوپېنات وویل کرونا وایرس دلاسه به د دنیا مجموعي پېداوار ته د نهه کهرب (ټرېلین) ډالرو نقصان ورسیږي چې مالیت یې د جرمني او د جاپان د مجموعي اقتصادونو برابر دی.

په خپل ورستي رپورټ کې ايی اېم اېف وویل د امریکې په اقتصادي پرمختګ کې به پنځه اشاره نهه فیصد، د یورو کرنسۍ د ۱۹ یورپي ملکونو په اقتصاد کې به د اووه اشاریه پنځه فیصد، د جاپان اقتصاد به د پنځه اشاره دوه فیصا او د برطانيي په اقتصاد کې به د شپږ اشاره پنځه فیصد کمی کیږي. او چین چرته چې کرونا وایرس شروع شوی و د یو اشاریه دوه فیصد په کچه به اقتصادي پرمختګ کوي. په چین کې لاک ډاون د نورو ملکونو نه وړاندې ختم شوی او دا ډول اقتصادي هلې ځلې هم شروع شوي دي.

ايي اېم اېف وايي سږ کال به په نړیوال تجارت کې د ۱۱ فیصد په شرح کمی کیږي.

د ايي اېم اېف مشرې کرسټلېنا جورجیوا تېره هفته وړیل چې د اقتصادي بدحالۍ وروسته دنیا دا وخت تر ټولو خرابو حالاتو سره مخامخ ده. هغې وویل په افریقا، لاطیني امریکا او د اېشیا د کمي امدنۍ ملکونه په خاصه توګه ته اقتصادي کړکیچ سره مخامخ دي او د ګل، دوشنبې، په ورځ ايي اېم اېف د ۲۵ ملکونو دپاره د قرض ادا کولو دپاره ۵۰۰ مېلین ډالر پېسې منظورې کړې.