شاته

په پاکستان کې د پولیو اووه نوي کېسونه رپورټ شوي

په پاکستان کې د پوليو اووه نوي کېسونه رپورټ شوي دي چې ورسره په ملک کې سږ کال د ناروغانو شمیر ۴۰ ته ورسېدو.

د پولیو په تازه پېښو کې شپږ په خېبرپښتونخوا کې دي. درې په لکي مروت او یوه یوه پېښه په خېبر، نوښار او کوز دير کې ده.

په پاکستان کې د پولیو تر ټولو زیات کېسونه په خېبر پښتونخوا کې دي چې شمېر یې ۳۶ دی.

د صحت ماهرين وايي ماشومانو ته د پوليو څاڅکي نه ورکولو له امله دغه شمېره مخ په وړاندي روان دی.

په لکي مروت کې سږ کال تر اوسه پورې د پولیو د ناروغۍ ۱۲ کېسونه رپورټ شوي دي. تېر کال په دغه ضلع کې د پولیو ۳۲ کېسونه رپورټ شوي وو.

د دې نه وړاندې د مارچ د میاشت په شروع ورځو کې په پاکستان کې تراوسه پورې د پوليو ۲۹ پېښې مخې ته راغلي وې. په پاکستان کې تېر کال د پوليو ۱۴۶ پېښې ثبت شوې وې.

پولیو ماشومانو ته لګېدونکي داسې ناروغي ده چې د یو انسان د فضلې دلارې نورو انسانانو ته خورېدی شي او انسان د ټول عمر دپاره معزوره کړي.

ماشومان د پولیو محفوظ ساتلو دپاره ورته د دې ناروغۍ ضد وېکسین ورکول کیږي خو ماهرین وايي په پاکستان او په خصوصي توګه د پښتنو په سیمو کې د پولیو وېکسین په اړه د منفي ګنګوسو له امله اوس هم ګڼ خلک خپلو ماشومانو ته د پولیو خلاف څاڅکي نه ورکوي.

د زیاتره نړۍ تعلیمافته او پر وړاندې تللو هېوادونه په خپلو سیمو کې د پولیو په ختمولو کې کامیاب شوي دي. افغانستان او پاکستان د نړۍ داس ډول ملکونه دي چې د پولیو رنځ پکې اوس هم موجود دی.