شاته

د پاکستان د پوځ له مشر سره د خلیلزاد او امریکایي جنرال مېلر لیدنه

د افغانستان د سولې دپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د امریکایي قواوو لوی قوماندان جنرال سکاټ‌ مېلر د شورو یا چهارشبنې په ورځ‌ په سرښار اسلام آباد کې د پاکستان د پوځ‌ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره وکتل.

په اسلام آباد کې د امریکا سفارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې په دې لیدنه کې د افغانستان د سولې د پروسې په اړه خبرې شوي او د پاکستان د پوځ‌ مشرتابه یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغانستان د سولې په لاره کې د امریکا د هڅو ملاتړ کوي.‌

د دې لیدنې په اړه تر دې دمه نور جزییات ندي وړاندې شوي او نه هم د پاکستان د ریاست یا پوځ کوم بیان مخې ته راغلی دی.

تر دې مخکې،‌ د افغانستان د سولې د هڅو په لړ کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له غړو سره هم خبرې وکړې. د رپوټونو له مخې، په قطر کې د طالب مشرانو، زلمي خلیلزاد، او د امریکايي قواوو د قوماندان جنرال سکاټ مېلر په لیدنې کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوې لوظنامې د عملي کېدو په وړاندې پراته خنډونو باندې خبرې وشوې.

دغه لوظنامه سږکال د فرورۍ په ۲۹مه د خلیلزاد او ملا برادر ترمنځ په دوحه کې لاسلیک شوه او ټاکل شوې وه چې له هغه نه پس په څو ورځو یا هفتو کې بین الافغاني خبرې پیل شي، خو تر دې دمه د بین الافغاني خبرو څرک نه لیدل کیږي.

داسې معلومیږي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې مسئله لا ختمه شوې نده، خو افغان حکومت تر اوسه ۳۶۱ طالبان له بنده خوشې کړي او طالبانو هم په دې تېره هفته کې شل تنه بندیان خوشې کړل.

که څه هم وویل شول چې دغه شل تنه، طالبانو سره اسیر شوي حکومتي عسکر و، خو وروسته د کندهار د پولیسو مشر وویل چې د طالبانو لخوا خوشې شوي شل تنه، ټول غیرپوځي کسان و.

په همدې حال کې افغان حکومت او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن په تېره هفته کې فکرمندي وښوده چې ګني په دې وروستیو کې د طالبانو لخوا حملې زیاتي شوي او پس له هغه چې طالبانو له امریکاییانو سره لوظنامه لاسلیک کړه، تر اوسه یې ۸۳ غیرپوځي افغانان وژلي او ۳۵ نور یې یرغمل کړي دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیشن ویلي چې په دې موده کې طالبانو او داعش ډلې قریب برابر کسان وژلي دي.

طالبان وایي دوی له امریکاییانو سره ډزبندي کړې، مګر له افغان حکومت سره چې دوی ورته د کابل اداره وایي، تر اوسه یې د ډزبندۍ کوم تړون ندی کړی نو له دې امله خپلې حملې یې ندي بندې کړې.