شاته

نیویارک ټایمز: د عربستان سلطنتي کورنۍ لسګونه غړي په کرونا ویروس اخته شوي

نیویارک ټایمز په کرونا ویروس د سعودي عربستان د سلطنتي کورنۍ د لسګونه کسانو د اخته کېدو خبر ترلاسه کړی دی.

دا ورځپاڼه لیکي، د ریاض والي شهزاده فیصل بن بندر اوس په روغتون کې تر جدي څارنې لاندې دی.

پاچا سلمان او د عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په سرې بحیره کې په دوو بېلابېلو ځایونو کې ځانونه قرنطین کړي دي.

نیویارک ټایمز سلطنتي کورنۍ ته د یوه نږدې کس په وینا لیکي چې د ده په باور د ال سعود د لویې کورنۍ شاوخوا ۱۵۰ نارینه او ښځې په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د شاه فیصل روغتون ډاکتران چې د سلطنتي کورنۍ غړي عموماً هلته ورځي د تیارسی په حال کې دي. له دې ډاکټرانو غوښتل شوي دي چې د هېواد له مختلفو سیمو د جګپوړو کسانو هرکلي ته چمتو شي.

یو ان لاین پیغام چې په ریاض کې شاه فیصل روغتون ته د سې شنبې په شپه استول شوی دی، نیویارک ټایمز ترلاسه کړی دی.

په دې پيغام کې له ډاکترانو غوښتل شوي دي چې پخواني ناروغان ژر تر ژره رخصت کړي او نوي ناروغان که ډېر زیات عاجل نه‌وي ونه‌مني.

د نیویارک ټایمز په راپور کې راغلي دي چې د شاه فیصل په روغتون کې ۵۰۰ بستره چمتو کېږي.

شاه سلمان
شاه سلمان

ورځپاڼه لیکي، پاچا سلمان چې ۸۴ کاله عمر لري جدې ته نږدې د یوې جزیرې په ماڼۍ کې منزوي شوي دي.

د راپور له مخې ۳۴ کلن وليعهد محمد بن سلمان بیا له یو شمېر نږدې ملاتړیو او سلاکارانو سره د همدې بحیرې په اوږدو اوبو ته نږدې په یوځای کې اوسي.

په سعودي عربستان کې د کرونا لومړۍ مثبته پېښه شپږ اوونۍ مخکې ثبت شوه.

نیویارک ټایمز لیکي، د عربستان په سلطنتي کورنۍ کې په 'کوویډ-۱۹' ناروغۍ د ډېرو کسانو د اخته کېدو له امله ریاض د دې وبا پر ضد ګړندۍ هلې ځلې پیل کړې دي.

د عربستان دولت مکې او مدینې ته د لیدونکو او عبادت کوونکو پر تګ بندیز لګولی، ټولې الوتنې یې لغوه کړې او دې هېواد ته‌یې د تګ راتګ ځمکنۍ لارې هم بندې کړې دي.

مکه معظمه چې د کرونا ویروس د خپرېدو او قرنطین له امله د زیارت کوونکو پر مخ تړل شوې
مکه معظمه چې د کرونا ویروس د خپرېدو او قرنطین له امله د زیارت کوونکو پر مخ تړل شوې

نیویارک ټایمز لیکي، په کرونا ویروس د سعودي عربستان د سلطنتي کورنۍ د لسګونه کسانو اخته کېدل، د بریتانیا د صدراعظم اخته کېدل او د ایران د یو شمېر چارواکو له اخته کېدو داسې ښکاري چې کرونا د شتمن او نیستمن توپير نه‌کوي.