شاته

اکسفام: کرونا ویروس ښايي د نړۍ شااوخوا نیم میلیارد وګړي د فقر لور ته بوځي

د اکسفام نړیوال سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي، کرونا ویروس ښایي د نړۍ شااوخوا نیم میلیارد وګړي د فقر لوري ته بوځي.

په دې راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ «۲۰۲۰ کال د اپرېل ۰۹» خپور شوی دا ارزونه شوې چې څنګه د کرونا ویروس بحران د کورنیو عایداتو، مصارفو او پر بې‌وزلۍ اغېز کړی یا یې کوي.

د اکسفام نړیوال سازمان راپور د کرونا ویروس له کبله د رامنځته شوي اقتصادي بحران عمق د ۲۰۰۸ کال کې تر اقتصادي بحران ژور بولي.

اټکلونه ښیي روان وضعیت ته په کتو ښایي له ۱۹۹۰ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره نړیوال فقر ډېر شي.

د راپور له مخې د فقر په ډېرېدو سره به ځیني هېوادونه بېرته د بې‌وزلۍ هغه حالت ته وروګرځي چې درې لسیزې مخکي یې تجربه کړی و.

د راپور لیکوالانو د نړیوال بانک له‌خوا د بې‌وزلۍ یا فقر د ټاکل شویو معیارونو پر اساس ارزونه کړې، د دې معیارونو له مخې هغه کسان چې په ورځ کې $۱،۹۰ یا تر دې په لږو پیسو ژوند کوي شدید فقر او هغه چې په ورځ کې $۵،۵۰ یا تر دې کم لګښت لري، د بې‌وزلۍ په لوړو کرښو کې حسابېږي.

د اکسفام د راپور پر اساس، که په عوایدو کې ۲۰ فیصده کموالی راشي، شدید فقر به په ټوله نړۍ کې له ۴۳۴ میلیونه وګړو څخه ۹۲۲ میلیونه کسانو ته لوړ شي.

دغه‌راز د هغو کسانو شمېر چې په ورځ کې په $۵،۵۰ یا تر دې په لږو عوایدو ژوند کوي، ښایي له ۵۴۸ تر نږدې څلور میلیارده کسانو پورې ورسېږي.

بې‌وزلو ته د خوراکي موادو وېشل
بې‌وزلو ته د خوراکي موادو وېشل

اکسفام زیاتوي په دې حالت کې ښځي تر نارینه‌وو ډېر له خطر سره مخامخ دي. ځکه هغوی تر ډېره په غیر رسمي برخو کې کار کوي چې د استخدام حقونه‌یې لږ او یا هم په نشت کې راځي.

په همدې حال کې د اقتصادي چارو پوهان داسې انګېري چې ښایي په نړۍ کې د رامنځته شوي اقتصادي بحران اغېز تر ۱۰ کلونو دوام وکړي.

د اقتصادي چارو افغان پوه اذرخش حافظي ازادي راډیو ته وویل: "عمومي اغېز یې په نړۍ کې ډېر ژور دی، کېدای شي ۱۰ کاله نور یې اثرات د دنیا پر اقتصاد پاتې شي. تر اوسه د دنیا لوی اقتصاد بېرته خپل ماشین نه‌دی فعاله کړی او په هغه کچه چې باید وي تولید نه‌شته."

اذرخش حافظي
اذرخش حافظي

د راپورونو له مخې یوازې په امریکا کې په تېره شااوخوا یوه میاشت کې درې میلیونه وګړي بې‌کاره شوي دي چې د اقتصاد پوهانو په باور د بې‌کارۍ سطحې لوړېدل د لویو اقتصادونو لپاره سخته ضربه ده او دا په خپله د بازار رونق کموي او د نړۍ نور هېوادونه ترې اغېزمنېدای شي.

نړیوال بانک تېره اوونۍ وویل که حالات بدتر شي یوازې په ختیځي اسیا او پاسیفیک سیمو کې به د بې‌وزلو انسانانو شمېر ۱۱ میلیونو ته لوړ شي.

په ټوله کې د اکسفام د تازه راپور له مخې د نړۍ حکومتونه د مخ پر ودی هېوادونو د ملاتړ لپاره لږ تر لږه د $۲،۵ تریلیون ډالرو برابرولو ته اړتیا لري.

یاد راپور زیاتوي شتمنو هېوادونو ښودلې چې په دې بحراني شرایطو کې کولای شي د خپلو اقتصادونو د ملاتړ لپاره تریلیونونه ډالره ولګوي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره اوونۍ د روان بحران په ترڅ کې د خپلو وګړو سره د مرستې لپاره ۲،۲ تریلیونه ډالره ځانګړي کړل.

دا د امریکا په تاریخ کې لومړی ځل وو چې د یوې ناروغۍ د مقابلې لپاره‌یې دومره پیسې ځانګړې کړې.

په داسې حال کې چې مخ پر ودې هېوادونه دا وړتیا لري چې د روغتیایې او اقتصادي اغېزو سره مبارزه وکړي، خو د اکسفام راپور اټکل کوي چې د کرونا ویروس بحران به پر شتمنو او بې‌وزلو هېوادونو لا ډېر اغېز ته دوام ورکړي.

دا راپور داسې مهال خپرېږي چې د اروپایي ټولنې د مالیې وزیران نن پنجشنبه یو ځل بیا غونډه جوړوي، څو د روان اقتصادي ناورین څخه د راوتلو په هدف پر یو شمېر مالي اقداماتو توافق وکړي.

دوی د روانې اوونۍ په سر کې هم په دې اړه خبرې کړې وې، خو د ځینو اختلافاتو له کبله دا خبرې وځنډېدې.

د اروپایې ټولنې مشرانو د مارچ پر ۲۶مه د دې بلاک د مالیې وزیرانو ته دوه اوونۍ وخت ورکړی وو چې پر ځینو ژغورونکو اقداماتو سلا شي. هر ډول اقدامات د ټول بلاک تأیید ته اړتیا لري.

د اروپايي کمېسیون ودانۍ مخ ته د اروپايي ټولنې بیرغونه
د اروپايي کمېسیون ودانۍ مخ ته د اروپايي ټولنې بیرغونه

د اروپایې ټولني غړي هېوادونه او اروپایي کمېسیون له وړاندې د اقتصادي بحران د اغېز راکمولو په هدف یو شمېر اقدامات کړي چې میلیاردونه یورو ارزښت لري.

بل‌خوا نړیوال بانک په یوه تازه اټکل کې د پنجشنبې په ورځ ویلي چې د کرونا ویروس ناورین به په ۲۰۲۰ کال کې د جنوبي افریقا وچه له داسې اقتصادي رکود سره مخامخ کړي چي په تېرو ۲۵ کلونو کې یې ساری نه‌و.