کورونا وېروس نړۍ کې نیم میلیارد خلک بې وزله کولی شي
اکسفام خیریه موسسې خبرداری ورکړی چې د کورونا وېروس له کبله اقتصادي مخ پر ځوړ حالت د نژدې نیم میلیارد خلکو لپاره د بې وزلۍ یا خوارۍ لامل کېدای شي. دغې خیریه موسسې د اسټرالیا ملي پوهنتون او لندن کنګز کالج د شمېرو له مخې ویلي، ۳۰ کاله وروسته دا لومړی ځل دی چې په نړیواله کچه د بیوزلۍ کچه پورته کېږي.
دغه موسسه وايي، د بیوزلۍ کچې لوړیدا به تر روغتیايي کړکیچ هم بدتره شي.
دغه څرګندونې د نړیوال بانک، پیسو نړیوال صندوق (ای ایم ایف) او جي ۲۰ هېوادونو اقتصاد وزیرانو له غونډې یوه اونۍ مخکې شوې دي.
رپوټ وايي، کورونا ویروس د ۲۰۳۰ کال لپاره د ملګرو ملتو ټیکاو لرونکې ودې هدف پر وړاندې سخته ننګونه راپورته کړې.
کارپوهان وايي، د وبا پای ته رسېدو پر مهال به د نړۍ ټولټال نفوس اووه اعشاریه اته میلیاردو نیمايي بیوزله شوي وي او په ختیځه اسیا، ارام سمندر او د افریقا نیمه وچه او سویلي اسیا کې به نژدې ۴۰ سلنه نوي بیوزله خلک پیدا شوي وي.
د لندن کنګز کالج پروفیسر اندې سومنر وايي، د دوی موندنې په هغو هېوادونو کې چې مخ پر وده دي د پام وړ او چټکو ټولنیزو خوندیتوب شبکو پراختیا ته اشاره کوي، چې باید رامنځته شي.
د ده په وینا، دغه راز په دغو هېوادونو کې باید د کورونا ویروس اغېزو ته لا په ځیر سره پام وشي او پر دې باید غور وشي چې نړیواله ټولنه په دې برخه کې څنګه مرسته کولای شي.
د برتانیا لپاره د اکسفام اجراییه مشر داني سریسکانداراجها وايي، راتلونکې اوونۍ د نړیوال بانک او جي ۲۰ هېوادونو غونډه د نړۍ مشرانو لپاره یو ښه فرصت دی، چې د ډېرو احتمالي زیانمنېدونکو خلکو لپاره د ژغورنې یوه ټولګه چمتو کړي.
د روانې اوونۍ پیل کې له ۱۰۰ ډېرو نړیوالو سازمانونو له مخ پر ودې هېوادونو د سږ کال لپاره د پورونو له بېرته اخیستو د تېرېدو غوښتنه وکړه.
دې ګام سره به دغه هېوادونه وکولای شي د خپلو اقتصادونو پر پښو درولو لپاره ۲۵ میلیارده ډالره نغد وسپموي.