BBC
 شاته

ګرم څښوني به مو له کورونا وېروس وژغوري؟

. د انځور حقوق Getty Images

د کورونا د نوي وېروس خپرېدل د خوندیتابه له حېرانونکو سپارښتنو سره مله دي.

ګرم څښونې ارام بښونکي دي، په ځانګړي ډول سړه هوا کې د خپه ذهن لپاره ټکور کیدلی شي او د خلکو د نږدېوالي لامل هم کیدلی شي. ان ګرمه هوا کې د یخني احساسولو کې هم را سره مرسته کولی شي.

ښايي ډېری خلک ممکن په دې ستونزمن حالت کې یوې پیالې کافي یا یوه پیاله چای ته پنا یوسي، مګر همدا ګرم څښوني مو هیڅکله هم له کوویډ -۱۹ خوندي نه شي کولی.

په دې اړه یوه جعلي روغتیايي سپارښتنه لاس په لاس کېږي او په خواله رسنیو، شخصي پیغامونو کې ډېرې ادعاوې دي، ان دا کار تردې ورسېد چې یونیسف اړ شو یوه اعلامیه خپره کړي او هغه کې یې دا رد کړې چې ګرمې اوبه له دې سره هېڅ تړاو نه لري.

په کاردیف پوهنتونو کې د تنفسي ناروغیو متخصص او د عادي زکام د مرکز پخوانی رییس ران اکلز وايي: "هېڅ داسې سند نشته چې وښيي ګرم څښوني موږ له وېروسي عفونتونو وژغوري."

پخوا ښاغلي اکلز دا څېړنه کړې چې که زکام او انفلونزا کې ګرم مایعات وڅښل شي، نو د دې ناروغۍ پر نښو به څه ظاهري اغېز وکړي. دا څېړنه ښیې چې ګرم څښونې ښايي د رنځ لپاره یو ټکور وي، خو دا خوله او پوزه کې د اوبو د زیاتېدو له امله دي چې دا پړسوب کموي. خو هغه له دې څېړنې یوه بله پایله هم واخیسته: ګرم څښوني ښايي د زړه په خوشالولو کې هم رول ولري.

خو دا وېروس چې د ناروغۍ او عفونت لامل شوی په ګرمو څښونو له منځه نه ځي.

پوهیږو چې مایعات او د اوبو غرغړه موږ د کورونا له وېروسه ژغورلی نه شي. تاسې د اوبو پر څښلو دا وېروس مینځلی او له منځه وړلی نه شئ.

دا سمه ده چې په کورنا د اخته کس د ټوخي او پرنجي د ترشحاتو له لارې دا وېروس خلکو ته لیږدېدلی شي، خو عمدتاً د تنفسي لارې ژونکې(حجرې) اغېزمنوي. دا وېروس ژونکې ته د ننوتو لپاره هغه انزایم ته اړتیا لري چې د تنفسي لارې ژونکو پر مخ موندل کېږي.

د انځور حقوق Getty Images

سوڼول( پوزې ته کشول) دا واړه ترشحات د سږو لور ته بیايي او هغه داسې ځای دی چې یو ډول مایع هم نه ور رسېږي.

کله چې وېروس بدن ته ننوځي، په چټکۍ سره ځان کوربه ژونکو ته رسوي او هلته پراخېږي یا تکثیرېږي. دا په دې مانا ده چې دا ویروس جارو کېدلی یا له منځه وړل کېدی نه شي. ځینې څېړنو ښودلې چې د ژونکو د لومړنۍ ککړتیا او د ويروس بهر غورځولو او د نورو ژونکو د ککړتیا ترمنځ ۳۰ ساعته واټن نیسي.

همدارنګه کله چې وېروس بدن ته ننوتلی وي نور له زیاتې تودوخې په امان وي. د انسان د تودوخې درجه ۳۷ سانتي ګراد ده چې د وېروس د ودې او خپراوي لپاره مناسبه تودخه بلل کېږي. دا لرې ده چې د ګرمو څښونو په واسطه د تنفسي لارې تودوخه دومره لوړه کړئ چې ژونکو کې ویروسونه له منځه یوسي.