BBC
 شاته

روغتیا نړیوال سازمان: کورونا وېروس مه سیاسي کوئ

د انځور حقوق Getty Images

د روغتیا نړیوال سازمان مشر د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نیوکو په ځواب کې کورونا وېروس سره د مبارزې په لار کې د یووالي غوښتنه کړې ده.

د چارشنبې ( د اپریل اتمه) په ورځ د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټېډروس اډهانوم ګېبرېسوس له کووېد-۱۹ وېروس سره د مبارزې په برخه کې د دې سازمان له کړنو دفاع وکړه او غوښتنه یې وکړه چې دې وېروس ته دې سیاسي بڼه نه ورکول کیږي.

ښاغلي ټرمپ د روغتیا نړیوال سازمان تورن کړی و چې د دې ټولنې ډېر تمرکز پر چین دی او له کووېد-۱۹ وېروس سره د مبارزې په برخه کې یې غوڅ چلن نه دی کړی.

هغه ویلي روغتیا سازمان سره د مالي مرستې په اړه به له سره فکر وکړي.

ډاکټر ټېډروس دا څرګندونې رد کړې او ټېنګار یې کړی چې له توپیر پرته له هر هېواد سره له نږدې کار کوي.

ښاغلي ټرمپ وړمه ورځ هم پر روغتیا نړیوال سازمان نیوکه کړې وه او پرون (چارشنبه) یې یو ځل بیا وویل چې دا سازمان باید "خپل لومړیتوبونه سم وټاکي."

هغه ویلي امریکا به یوه څېړنه وکړي او د هغې په پایله کې به دا پرېکړه وکړي چې له دې ټولنې سره خپلو مالي مرستو ته دوام ورکړي او کنه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم پرون چارشنبه د یوې پوښتنې ځواب کې وویل امریکا له روغتیا نړیوال سازمان سره خپلو مرستو ته "بیا کتنه کوي".

ښاغلي پمپیو وویل "سازمانونه باید کار وکړي او له تمې سره سم لاسته راوړنې ولري."

د روغتیا نړیوال سازمان یوه سلاکار ویلي، له چین سره له نږدې د دوی ګډ کار ځکه اړین وو چې دا ناروغي په لومړیو پړاوونو کې وپېژني.

خو د دې نیوکو په غبرګون کې د روغتیا نړیوال سازمان مشر وویل " لطفا په ملي کچه یووالی وساتئ او کورونا وېروس د سیاسي موخو لپاره مه کاروئ".

ډاکتر ټېډروس وویل: " په نړیواله کچه رښتېنی یووالی او د امریکا او چین رېښتينی مشرتابه اړین دی."

نوموړي په خپلو څرګندونو کې چې د ټرمپ د څرګندونو ځواب بلل شوی، ټینګار وکړ چې " طاقتور باید سر لاري اوسې او لطفا د کوید له سیاسي کولو ډډه وکړئ".

د انځور حقوق AFP

د تېرې سه شنبې په ورځ ډونلډ ټرمپ سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي چې " د روغتیا نړیوال سازمان د چین ډېره پلوي کوي".

ښاغلي ټرمپ پر ټویټر یوه بیان کې ویلي وو چې له دې سازمان سره خپلو مالي مرستو ته جدي بیا کتنه کوي. نوموړي دغه راز د روغتیا سازمان د ځینو سپارښتنو په اړه هم شک څرګند کړی.

هغه ویلي " له نیکه مرغه د چین په وړاندې د خپلو پولو د پرانیستي ساتلو په برخه کې مې د دوی سپارښتنه رد کړه. دوی ولې دا ډول ناسمه سپارښتنه موږ ته کړې وه".

امریکا د روغتیا له نړیوال سازمان سره تر ټولو لوی مرستندوی هېواد دی، د دې هېواد مرستې شاوخوا ۱۵ سلنه دي.

د ملګرو ملتونو سر منشي انتونیو ګوتېرېش هم پر دې سازمانه د نیوکو پر وړاندې درېدلی او غوښتنه یې کړې چې د کورونا وېروس سره د مبارزې په برخه کې د نړیوال روغتیايي سازمان کړنې باید په راتلونکي کې وارزول شي.

هغه ویلي د کووید-۱۹ وېروس خپرېدل یوه بې ساري ستونزه ده.