BBC
 شاته

پر بګرام پوځي اډه برید؛ داعش یې مسئولیت منلی دی

. د انځور حقوق Getty Images

په افغانستان کې د امریکا په تر ټولو لویې پوځي اډې راکټي برید شوی، ناټو وايي په دې برید کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې. داعش ډلې ویلي دا برید دوی کړی.

د غوڅ ملاتړ ماموریت پر ټویټر یوه بیان کې ویلي شوي چې نن سهار وختي په بګرام کې د بهرنیو ځواکونو په تر ټولو لویه اډه چې تر ډېره په کې امریکايي سرتیري مېشت دي پنځه توغندي ویشتل شوي دي.

دې بیان کې ویل شوي چې برید کې ځاني زیان نه دی اوښتی او د برید په اړه افغان امنیتي بنسټونه څېړنه کوي.

رویټرز خبري اژانس لیکلي چې د دې برید مسؤولیت داعش ډلې منلې او پر خواله رسنیو یوه بیان کې یې ادعا کړې چې په دې برید کې یې د ناستې پرمهال یوه چورلکه په نښه کړې ده.

افغان طالبانو په دې برید کې خپله ښکېلتیا رد کړې ده.

په تېر کې طالبانو پر باګرام هوايي اډه د ګڼ شمېر راکټي او څو ځانمرګو بریدونو مسؤولیت منلی .

خو د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې طالبان پر امریکايي موخو بریدونه نه کوي.

دا تړون د تېرې فبرورۍ میاشتې پر ۲۹ لاسلیک شو او له مخې یې امریکا ژمنه کړې چې له افغانستان به خپل یو شمېر سرتیري وباسي.