BBC
 شاته

هغه ناروغي چې په خوب کې د انسان ساه بندوي

خوب د انځور حقوق Getty Images

داسې مې احساسول چې مړ کېږم. د ورځې مې د سختې ستړیا احساس کاوه، ځنګانونه مې شلېدل، د موټرچلولو پر مهال به خوب ټالۍ راکړې خو ژر به مې ځان راټول کړ. پر څېره مې له ورایه ستړیا ښکارېدله.

د شپې کله ويښ کله وېده، پښې به رانه خوځېدې او ناڅاپه به مې سترګې هله خلاصې شوې چې فکر مې کاوه ساه مې په وتو ده، د زړه ټکان به مې تېز شوی و.

ډاکټران هم راته اندېښمن وو. زما وینه او تشې ميتیازې يې معاینه کړې. ښايي هغوی فکر کړی وي چې زه به د زړه ناروغي لرم ځکه به داسې حالت سره مخ یم.

خو نه، زما زړه رک روغ و او په وینه کې مې هم ستونزه نه وه.

ډاکټرانو د کولونو سکوپي معاینې کولو سپارښتنه راته وکړه. په دې ډول معاینه کې د بدن وړې او غټې کولمې د یوې کېمرې په مرسته کتل کېږي. دا د ۲۰۰۸ کال د وروستیو ورځو کیسه ده، هغه مهال زه ۴۷ کلن وم. ما داسې درمل وخوړل چې کولمې مې پاکې کړي او ډاکټرانو ته کره پایله په لاس ورشي.

د انځور حقوق Getty Images

زه يې بې هوښه کړم خو کله چې په سد شوم نو ډاکټر راته وویل چې غټې کولمې مې جکې جوړې دي، سرطان نه و، د رسولۍ دانه هم نه وه او هسې یوه معمولي خبره وه.

ډاکټر مې راته وویل، 'کله چې وېده وې نو یو وخت دې ساه اخیستل بند کړل. ته باید د دې ستونزې معاینه وکړې، دې ته د ساه برسېرن بندېدل او په طبي اصطلاح کې 'سليپ اپنیا' وايي.

زه په دې کیسه نه وم پوه او نه مخکې ترې خبر وم.

په داسې حالت کې د وېده کېدو پر مهال په بدن کې عجیب بدلونونه راځي. ساه اخیستل کله چټک او کله ورو، د وینې فشار او د بدن تودوخه کله لوړېږي او کله هم کمېږي. کله چې ويښ شئ نو د وجود عضلې مو شلې غوندې وي. د خوب پر مهال د بدن زیاتره عضلې په عادي حالت کې وي خو د ساه اخیستلو اړوند عضلې داسې نه وي. هغه که ډېرې عادي حالت سره مخ شوې نو د ساه اخیستلو پاېپ یا لار ورسره بندېږي. همدې ته د ساه برسېرن بندښت یا'سليپ اپنیا' وايي. دا یوناني کلمه ده، له 'اپونیا' اخیستل شوې چې مانا يې سوې ساه یا ستړې ساه ده.

د دې ستونزې پر مهال د ساه په ویستلو او اخیستلو کې خنډ پېدا کېږي چې له کبله يې وینې ته په کافي کچه اکسيجن نه رسېږي او د انسان د بدن ځينې غړي په خوځېدو پېل کوي. دا غړي هڅه کوي چې انسان بېرته ساه واخیستلی شي. ښايي په یوه شپه کې يو کس سلګونه ځلې له ورته کیسې سره مخ شي، چې ډېر بد اغېز کوي.

په ټوله نړۍ کې نږدې یو بيليون خلک پر دې ناروغۍ اخته دي. دا پر زړه هم بد تاثیر کوي ځکه چې زړه د کم اکسیجن د بېرته پوره کولو لپاره په ډېره چټکۍ د وینې د پمپ کولو هڅه کوي. له دې سره وینې ته کله اکسيجن ډېر او کله کم رسږي او دا حالت په رګونو کې يو ډول ماده راټولوي چې هغه بیا د زړه د ناروغۍ، د لوړ فشار او د ګوزڼ خطر ډېروي.

د انځور حقوق Getty Images

د نويېمې لسيزې په منځنیو وختونو کې د یوې شوې څېړنې له مخې په امریکا کې هر کال نږدې ۳۸ زره خلک د زړه د هغو ناروغیو له کبله مري چې د همدې 'سليپ اپنیا' له کبله ډېرې شوې وې. په دې اړه هم کره شواهد شته چې دا ناروغي په بدن کې پر ګلوکوزو هم اغېز کوي چې د شکرې دویم ډول پېدا کوي او وزن ورسره ډېرېږي.

د دغو ستونزو تر څنګ پر اپنیا اخته کسان ټوله شپه ښه خوب هم نشي کولی او ستړیا حس کوي. دا بې خوبي بیا د یادښت یا د حافظې کمزوري، اندېښنې او ژور خپګان هم پېدا کوي. فکري تمرکز هم ورسره خرابېږي چې له کبله يې ترافيکي پېښې هم کېږي.

په ۲۰۱۵ کې په سويډن کې د یوې څېړنې پر بنسټ د 'سليپ اپنیا' له کبله پېښې یونیم برابر ډېرې شوې دي. له دې سره په دفترونو کې د ناسوبتیا یا غېرحاضرۍ ستونزه ډېرېږي او کارکوونکي يې له کبله خپلې دندې له لاسه ورکوي.

د یوه تحقیق له مخې پر دې ناروغۍ اخته کسان د هغو پرتله -چې'سليپ اپنیا' نه لري- په اتلس کلنس کې ډېر مري. ښايي ډېر کسان خبر هم نه وي چې پر دې ناروغۍ اخته دي.

خو دا چې د انسان پر ذهن او روان څه تاثیر کوي، په هغه زه خپله پوهېږم.

ما یو وخت حس کړل چې خپله داسې ستونزې سره مخ یم. په دې اړه ډېرې څېړنې نه دي شوې خو یوه وژوونکې ناروغي کېدلی شي. ما سره همدغه اندېښنه وه چې دا ستونزه اوس څنګه حل کړم؟

دا ناروغي څو خطرونه پېښوي لکه چاغښت، د ورمېږ غټوالی او د غاړې د عضلو پرېړېدل، د ژامې واړه کېدل یا زړښت. خو دا هر څه هغه مهال څرګندېږي چې انسان وېده وي. د دې د تشخیص یوازې یوه لار شته، هغه دا چې د یوه بل انسان د خوب حالت وڅارل او وسنجول شي.

په ۲۰۰۹ کې مې د خوب اړوند ستونزو یوې کارپوهې لیزا شایوز سره وکتل. هغې زما ستونی ولید او ما ته يې د پولي سومنوګرام معاینې کولو سپارښتنه وکړه. دا د خوب د حالت څېړل دي، چې زما ساه اخیستل، په وینه کې مې د اکسيجن کچه، د زړه د ټکان حالت، زما د ماغزو او عضلو فعالیت پکې معاینه کېږي.

زه یوه اوونۍ وروسته د جمعې په شپه د ماخوستن ۹ بجې هلته ورغلم. یو کس یوې وړې کوټې ته بوتلم چې یو پالنګ او المارۍ پکې وه. ما کالي بدل کړل. دغه کس زما پر سينه او سر الیکټروډز یا د دې معاینې کولو برېښنايي تارونه ولګول، ما ته يې نری کمیس راکړ چې وایې غوندم څو دغه تارونه کلک ونیول شي.

ما شاوخوا لس بجې ګروپ مړ کړ او ژر وېده شوم.

د سهار څلورنيمې بجې راويښ شوم او بیا مې د خوب کولو هڅه وکړه خو دغه ټيکنيشن یا معاینه کوونکي راته وویل چې موږ ستا د خوب د شپږو ساعتونو حالت ثبت کړی دی او خپل کور ته تلی شم. کله مې چې کالي واغوستل نو راته ويې ویل چې ستا ډېره سخته اپنیا ناروغي ده خو نور جزیات به وروسته درکړو.

لومړی مې زړه و چې یو چېرې لاړ شم او ښه مزه داره ناشته وکړم خو وروسته همداسې کور ته پسې لاړم. ځکه چې وږی نه وم او ډار شوی هم وم.

څو اوونۍ وروسته بیا هغه کتنځي ته ورغلم، خو دا ځل د ورځې هلته لاړم. اغلې شايوز زه تلويزون ته د یوې ورته پردې مخ ته کېنولم، چې کږې وږې کرښې او شمېرې ورباندې ښکارېدې. په دغه ساده وېډيو کې زه هم ښکارېدم چې په یوه کونج کې وېده وم.

دا صحنه ماته ډېره ځوروونکي وه، داسې لکه زه چې په کومه جنايي پېښه کې وژل شوی یم او ځان پخپلو سترګو وینم. شايوز راته وویل چې ما ۱۱۲ ثانيې، یاني نږدې دوه دقيقې هيڅ ساه وانخیستله.

د انځور حقوق Getty Images

په وینه کې د اکسيجن نارمل یا عادي کچه له ۹۵ تر سل سلنه وي. خو ځينې چې د ساه لنډۍ ستونزه لري، په هغوی کې دا کچه تر اتیا یو څه پورته وي. خو زما کله ۶۹ او کله به نوره هم ټيټه شوه.

دا څومره ناسم حالت دی کنه؟

د روغتیا نړېوال سازمان د مالوماتو له مخې که د کوم انسان په وینه کې د اکسيجن کچه ۹۴ سلنه او یا تر دې کمه شي نو باید ژر تر ژره يې د روغتیا غم وخوړل شي. باید مالومه شي چې د ساه اخیستلو کوم وال یا پاېپ خو به يې بند نه وي. سږو خو به يې کار نه وي پريښی یا د وینې په دوران کې خو به يې کومه ستونزه نه وي.

شایوز راته وویل چې د عملیات په مرسته زما په مرۍ کې د ساه اخیستلو پاېپ خلاصېدلی شي خو ډېره وینه ښايي ضایع شي او ښه کېدل ښايي ډېر وخت ونیسي. بله لار د مخ ماسک کارول وو.

د هاټ سپرېنګ آرکنساس اوسېدوونکې اېنجلا کيکلر وايي، 'ما همېشه په خوب کې په لوړ غږ خراری کاوه او نیمه شپه به په یوه لړزه راويښه شوم.'

په ۲۰۰۸ کې مالومه شوه چې انجېلا هم پر 'سليپ اپنیا' اخته ده، که څه هم دا وايي چې له ډېر کمکينې به په خوب کې خرېدله. تر ۲۰۱۲ هغې ته د زړه ناروغي پېدا شوې وه.

انجېلا وايي، 'زه بېړنۍ برخې ته لاړم، ځکه چې ډېره ستړې وم او بد احساس مې درلود. وروسته راته مالومه شوه چې دا د زړه حمله وه.'

خو دې عملیات وکړ چې 'سليپ اپنیا' ناروغي ورسره له منځه لاړه، دا وايي، 'اوس په خوب کې خرهاری نه کوم، ساه په اسانه اخیستلی شم او خوب مې هم ډېر ښه شوی دی.'

له دې عملیاتو د ناروغ د ژغورلو په موخه د سډني پوهنتون استاد کولن سليون د سي.پي.اې.پي په نوم یوه ماسک ډوله اله جوړه کړه چې د فشار په زور د ساه اخیستلو والونه یا پايپونه خلاصوي. دا د دې ناروغۍ د درملنې په برخه کې یو نوی شی و. نن سبا سلګونه زره کسان دغه ماسک ډوله اله کاروي.

خو د ځينو څېړنو له مخې يو شمېر خلک ډېر ژر له دې نسبتاً درنې الې په عذابېږي او د درملنې په هماغه لومړي کال يې کارول پرېدی.

ما هم همداسې وکړل.

اوله ورځ مې چې دغه ماسک په خوله کړ نو ښه راباندې ولګېد. سهار چې راپاڅېدم ډېر تازه وم، ځان تکړه او له انرژۍ ډک راته ښکارېده. داسې څه مې دا څو کلونه هم نه وو حس کړي.

د انځور حقوق Getty Images

خو تر لومړۍ شپې وروسته يې اغېز کم راته ښکاره شو. تر لابراتوار به چې راووتلم نو په ګټه يې چندان نه پوهېدم. په دې کې ستونزه دا وه چې کله به دې ساه اخیستله نو دې الې به دننه ټېل وهله خو چې کله به دې ساه رایستله نو بیا به يې هم دننه خوا ته زور ورکاوه. نو تا به له دې ماشین سره زور وهل پېل کړل او زړه به دې ورته تنګ شو، لکه څوک دې چې مرۍ کې ونیسي او ژر به راولاړ شوې.

زه ډېرې شپې همداسې پاڅېدلی یم او ماسک مې ایسته اچولی دی.

زه یو ځل بیا د شایوز کتنځي ته ورغلم. هغې ما ته یو بل ورته ماسک راکړ خو څو ځلې نور هم هلته ورغلم او داسې راته ښکاره شول چې ګټه نه کوي.

اخر شایوز راته وویل چې که ۳۰ پونډه وزن کم کړې نو ښايي دا ستونزه ورسره حل شي.

که څه هم دا هم امکان لري چې ښايي ډنګر کسان هم پر 'سليپ اپنیا' ناروغۍ اخته شي خو په چاغو کسانو کې يې امکان ډېر دی.

ما نژدې په يوه کال کې دېرش پونډه وزن کم کړ. دې ګټه وکړه او نور د ماسک ډوله الې کارولو ته مجبور نه وم.

خو وروسته پوه شوم چې دا جګړه لا نده ختمه. زما وزن بیا په زیاتېدو شو او 'سليپ اپنیا' ناروغي هم بیا راغله.

د یوه رپوټ له مخې هغه کسان چې د هډوکو عملیات یا عمومي جراحي کوي، که 'سليپ اپنیا' ناروغي ولري نو د ساه اخیستلو ستونز یې لا ډېرېدلی شي. نو ځکه يې په عملیات کې باید خورا ډېر احتیاط وشي.

د انځور حقوق Getty Images

د روغتیايي مسلو اړوند د جان هاپکنز نومي پوهنتون استاد فلېپ سمېت وايي، چې د وزن کمول پخپله درملنه ده خو 'ستونزه دا ده چې خلک داسې نشي کولی.'

د ګولیو یا ټابلېټ په مرسته درملنې پورې هم هيلې تړلې دي.

ښاغلی سمېت وايي، 'موږ په موږکانو کې د اپنیا درملنه کولی شو او ښايي په راتلوونکو لسو یا پنځو کلونو کې د درملو له لارې د سليپ اپنیا تداوي ممکنه شي. ځکه چې دا یوه نيروکېميکل ستونزه ده. دا داسې چاغښت نه دی چې په بدن کې د غوړو له کبله د ساه اخیستلو لار بندوي بلکې دا یو ډول هارمونونه دي چې د ساه د بندولو لامل کېږي.'

پر انسانانو هم ځينې ګټورې تجربې شوې دي.

د انځور حقوق Getty Images

په ۲۰۱۷ کې د یوې څېړنې له مخې ډرونابينول نومي ماده د 'سليپ اپنیا' ناروغۍ شدت کمولی شي. دا مالیکیول په چرسو کې پېدا کېږي. دغه درمل د ماغزو او اعصابو هغه رګونه په نښه کوي چې د ساه اخیستنې پورتنۍ عضلې يې کابو کړې وي.

ځینې نورې هیله بښوونکې نښې نښانې هم شته. په یوه نړيوال تحقیق کې په ډاګه شوې چې د ايتموکزنټين او اکزیبټنین نومي درملو ګډ محلول څښلو سره تر ډېره بریده اپنیا ناروغي کمېدلی شي. په دې څېړنه کې د برخه اخیستونکو کسانو د خوب پر مهال په ساه اخیستلو کې بندښت پنځوس سلنه کم شوی و.

خو داسې ښکاري چې زما غوندې پر اپنیا ناروغۍ اخته یوه کس ته لا ډېر انتظار په کار دی.

د انځور حقوق Getty Images

شايوز وايي، 'هغه له تېرو شلو کلونو راهیسې په همدې فکر ده چې د دې ستونزې د حل لپاره به دارو درمل جوړ شي. خو یوازينۍ ستونزه دا ده چې په شلو کلونو کې دا کار ونشو، شک هم نه لرم چې دغه درمل به جوړ نشو کړای.'

صبر یا انتظار کول او روغتیا ته پام دواړه راپاتې لارې دي.

کله چې زه بېرته پر 'سليپ اپنیا' اخته شوم او یو ځل بیا مې د شايوز کتنځي ته د تګ لپاره له دوی سره اړیکه ونیوه نو راته وویل شول چې ایله درې میاشتې وروسته وار یا نوبت در رسېدلی شي. نو اوس تاسې پخپله فکر وکړئ چې څومره خلک له دې ستونزې کړېږي؟