BBC
 شاته

کورونا وېروس له کبله د جعلي درملو کاروبار ډېر شوی دی

Illustrated abstract image of fake medication
Image caption په ټوله نړۍ کې خلکو د درملو ذخیره کول پیل کړي دي

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) خبرداری ورکړی چې مخ پر وده هېوادونو کې د کرونا ویروس درملنې په پلمه د جعلي درملو پلور په ډېرېدو دی. بي بي سي ته په څېړنیز رپوټ کې معلومه شوې چې په افریقا کې د ډېرېدونکې اړتیا له کبله جعلي درمل بازار ته وړاندې شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان چارواکي زیاتوي، د دغه ډول درملو کارول جدي اغېز لرلای شي.

د کورونا ویروس مخنیوي لپاره د بندیزونو له کبله چین او هند، چې د درملو دوه لوی صادرونکي دي، په ټپه ولاړ حالت کې دي.

دا وضعیت د دې لامل شوی چې په بازارونو کې د جعلي درملو وړاندې کېدل په ډېرېدو دي.

د روغتیا نړیوال سازمان له لوري د وبا په توګه د کورونا له اعلانولو وروسته په یوه اوونۍ کې د انټرپول نړیوال پولیسو هغې څانګې چې د جعلي درملو مخنیوی کوي، په ۹۰ هېوادونو کې ۱۲۱ کسان ونیول.

له دې کسانو سره د ۱۴ میلیونو ډالرو په ارزښت خطرناک جعلي درمل هم ونیول شول.

له مالیزیا نیولې تر موزمبیق پورې پولیسو د زرګونو جعلي ماسکونو او داسې درملو نیولو خبره کړې چې د کورونیا ویروس درملنې ادعا یې کېده.

Image caption افریقا کې چارواکو په لویه کچه جعلي درمل نیولي دي

د انټرپول عمومي منشي جورګین سټوک وایي، د عامې روغتیا بحراني حالت کې د دغسې جعلي درملو سوداګري د انسانانو د روغتیا په هکله بشپړه بې پروايي څرګندوي.

د نړۍ په کچه د درملو په صنعت کې نژدې یو ټریلیون ډالره پانګه لګېدلې او بازار ته د وړاندې کولو لړۍ یې د چین او هند په څېر لویو صادرونکو هېوادونو کې له کارخانو پیلېږي.

بیا یې د بسته بندۍ لپاره په اروپا، سویلي امریکا او اسیا کې بېلا بېل مرکزونه دي.

خو د کارپوهانو په وینا د کورونا ویروس مخنیوي له اقداماتو سره دغه لړۍ له سختو خنډونو او ځنډونو سره مخامخ ده.

په هند کې د درملو چمتو کوونکو ګڼو شرکتونو بي بي سي ته ویلي، د عادي تولید پرتله یې اوس فعالیتونه نیمايي یا ۶۰ سلنې ته راغورځېدلي دي.

د ځینو درملو لپاره خام مواد موندل هم اوس یا نه موندل کېږي او یا دومره ګران بیه شوي چې یو شمېر کارخونې نه شي کولای فعالیت وکړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د جعلي درملو ترڅنګ بې کیفیته ماسکونه هم بازارونو کې ډېر شوي دي

په پاکستان کې د ملریا درملنې لپاره د کلوروکین نومي درملو یوه جوړونکي وویل، مخکې به یې خام مواد یوه کیلو په ۱۰۰ ډالره اخیسته، خو اوس یې بیه ۱۱ سوه ډالرو ته رسېدلې ده.

په بېلا بېلو هېوادونو کې د کورونا مخنیوي لپاره د ګرځېدو راګرځېدو او قرنطین له بندیزونو سره نه یوازې د درملو تولید کم شوی، بلکې طلب یې هم ډېر شوی دی او خلک په اضطراري حالت کې د اړتیا وړ درمل زېرمه کوي.

په اکسفورډ پوهنتون کې د جعلي درملو یو پېژندونکی پروفیسر پاول نیوټن خبرداری ورکوي چې که د نړۍ په لر او بر کې حکومتونه د جعلي درملو مخنیوي لپاره یو موټی نه شي، د کورونا ویروس وبا له خپرېدو سره هممهاله به د جعلي او خطرناکو درملو خپرېدل هم دوام وکړي.