BBC
 شاته

قبایل له لومړي وزیر د ژمنو پوره کېدل غواړي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پښتونخوا په همدې پخوانیو قبایلي سیمو کې له مودې راهیسې پاکستانیو چارواکو انټرنیټ ځکه تړلی،‌ چې د دوی په خبره هلته امنیتي ستونزې وې، خو کله يې هم دا په ډاګه نه کړه، چې له انټرنیټ سره کومې ستونزې را پورته کېږي.‌

د نورې نړۍ په څېر په پاکستان کې هم د کوويډ ۱۹ ساري ناروغۍ له امله پر ګرځېدو د محدودیتونو له امله ګڼو پوهنتونو او ښوونځیو د انټرنیټ له لارې سبکونه پېل کړي، خو د پښتونخوا نوې ولسوالۍ یا پخوانۍ‍ قبایلي سیمې چې انټرنیټ نه لري، پېغلې او ځوانان يې له نورو ستونزو سره سره له زدکړو هم بې برخې کړي دي.‌

د کورمې اوسېدونکې نایله الطاف چې د پېښور پوهنتون زدکوونکې ده،‌ وايي‌ په سیمه کې يې موبایل ټيليفون لا کار نه کوي،‌ انټرنیټ خو لرې خبره ده‌.

"که زه د کورمې خبره وکړم نو هلته خو په اکثره سیمو کې د موبایل شبکې لا کار نه کوي، انټرنیټ خو پرېږده".‌

* قبایل بې کوره دي، سرشمېرنه د چا کېږي؟

* قبایل: پاکستان دې زموږ پر تګ راتګ بندیز نه لګوي

د پښتونخوا په همدې پخوانیو قبایلي سیمو کې له مودې راهیسې پاکستانیو چارواکو انټرنیټ ځکه تړلی،‌ چې د دوی په خبره هلته امنیتي ستونزې وې، خو کله يې هم دا په ډاګه نه کړه، چې له انټرنیټ سره کومې ستونزې را پورته کېږي.‌

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د تېري مارچ میاشتې پر نهمه نېټه په مومندو کې یوې ولسي غونډې ته وینا کې وفاقي وزیر مراد سعید ته هلته د انټرنیټي شبکو د بیا فعالولو کار په لاس ور کړی وو،‌ خو تر میاشت پوره کېدو وروسته هم دا اعلان لا عملي شوی نه دی.‌

ارشد اپریدی بیا د خیبر اوسېدونکی دی. دی د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان غوښتنه کوي،‌ چې له دوی سره کړې ژمنې عملي کړي:

"په قبایلي سیمو کې د سمون په نامه د پاکستان فیدرالي حکومت له موږ ډېرې ژمنې کړې وې، خو یوه یې هم عملي شوې نه ده،‌ نو موږ له لومړي وزیر عمران غوښتنه کوو،‌ چې له نورو ژمنو سره سره زموږ د انټرنیټي شبکو د فعالولو په ژمنه هم عمل وشي".

د انځور حقوق Getty Images

بشرا مسید د جنوبي وزیرستان اوسېدونکې او د هزاه پوهنتون زدکوونکې ده.

اغلې مسید له بي بي سي سره خبرو کې وویل، دا ځکه په دې وبا کې هم خپل کلي ته نشي تللی،‌ ځکه چې هلته انټرنيټي شبکې نشته او له زدکړو به بې برخې وي.

د پخوانیو قبایلي سیمو د انټرنيټي شبکو د دې ستونزې د هواري په هکله مو چې کله د خیبر پښتونخوا ایالت ویاند اجمل وزیر څخه وپوښتل، نو هغوی وویل، نن پنجشنبه به په یوه مهمه غونډه کې پر دغه ستونزه خبرې وکړي او دغه ستونزه يې د ایجنډا برخه ده.‌

د یادولو وړ ده چې په پخوانیو قبایلي سیمو کې یواځې په باجوړ کې په خاص ځایونو کې انټرنیټي شبکې کار کوي،‌ خو په پاتې شپږو ولسوالیو کې دغه شبکې تړل شوې دي.

د سوېلي وزیرستان په واڼه کې ګڼو زدکوونکو د همدې لپاره په تېره اونۍ کې دوه ځلې احتجاجونه هم کړي دي.‌