د سعودي په مشرۍ عرب ټلوالې یمن کې اوربند اعلان کړ
د سعودي په مشرۍ عرب ټلواله- چې یمن کې د حوثي وسلوالو پرضد جنګېږي- وايي ډېر ژر به دغه هېواد کې اروبند پیل کړي.
خبرو سرچینو بي بي سي ته ویلي، دا اوربند د پنجشنبې په ورځ پیلېږي او د ملګرو ملتونو د هغو هڅو د ملاتړ لپاره دی چې پکې د پنځه کلنې جګړې پای ته رسول غواړي.
دا ټلواله چې د لوېدیځ ځینې پوځي ځواکونه یې هم ملاتړ کوي د ۲۰۱۵ کال له مارچ راهیسې د حوثي وسلوالو پرضد جنګېږي.
ایران ملاتړو حوثي وسلوالو د یمن د مرکزي حکومت پرضد پاڅون وکړ او اوس د دغه هېواد ډېره برخه اداره کوي.
خو لا روښانه نه ده چې حوثي وسلوال به هم دا اوربند ومني که نه.
* د یمن کړکېچ: څوک د چا لپاره جنګېږي؟
* د سعودي او ایران سړه جګړه کومې خواته ځي؟
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوتېرش تېره میاشت یمن کې پر ښکېلو خواوو غږ وکړ چې اوربند سره د کورونا وېروس د مخنیوي هڅو کې همکاري وکړي.
نوموړي دا غوښتنه هم وکړه چې د تاوتریخوالي کمولو لپاره یې له ځانګړي استازي مارتین ګریفیت سره همکاري وکړي.
ښاغلي ګریفیت د چارشنبې په ورځ په یوه بیان کې د اوربند هرکلی وکړ:
"ښکېلې خواوې باید له دې چانس ګټه واخلي او سملاسي ټوله دوښمني کمه کړي".
تمه ده دواړه لوري ویډیو کانفرنس کې ګډون سره پر اوربند خبرې وکړي.
دې وړاندیز کې د ټولو هوايي، ځمکنیو او سمندري بریدونو د درېدو غوښتنه شوې ده.
د ټلوالې بیان کې ویل شوي: "د یمن لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د هڅو د بریالیتوب او د یمني وروڼو د رنځ کمولو، د کورونا وبا سره د مقابلې او د هغې د خپرېدو د مخنیوي لپاره ټلواله د دوو اونیو لپاره ټولیز اوربند کوي چې له پنجشنبې پیلېږي".
له ډېر وخت راهیسې یمن کې وضعیت د نړۍ تر ټولو بد انساني ناورین بلل کېږي، چې د جګړې له امله یې ډېری ولس قرباني شو او دا هېواد یې د شړېدلو درشل ته رسولی دی.
ملګرو ملتونو په تېر کې د اوربند منځګړتوب کړی، خو دا اول ځل دی چې د سعودي په مشرۍ ټلواله سرتاسري اوربند اعلانوي.
د حوثي وسلوالو ویاند محمد ابوسلام وايي، چې دې ډلې د یمن د جګړې د پای ته رسولو او "کلابندۍ" ختمولو په هکله خپل نظر ملګرو ملتونو ته سپارلی دی.