BBC
 شاته

"لویه ګلابي سپوږمۍ" څه ته وایي، او کله را څرګندېږي؟

امریکہ د انځور حقوق Getty Images

د روانې اوونۍ په اوږدو کې د روان ۲۰۲۰ کال سپوږمۍ تر بل هر وخت ستره او رڼه ځلیده. دې ته د سوپر پېنک یا لویې ګلابي سپوږمۍ نوم ورکړل شوی او د اپریل له اوومې تر اتمې نېټې یې خورا څرګند لیدل شوني وو.

خو تر ډېره پورې دغه نظاره په دې پورې مربوطه وه، چې ستاسې په سیمه کې اسمان څومره شین دی او د نړۍ په کومه سیمه کې مېشت یاست.

راځئ وګورو چې دغې سپوږمۍ ته دغه نوم ولې ورکړل شو او رښتیا (سوپر) پکې څه دي؟

د اپریل له سوپر مون سره (سوپر) کلمه اصل کې په اسمان کې د دغې سپوږمۍ ستر حجم ته اشاره ده. هغه سپوږمۍ چې د ځمکې نژدې نقطې (یا ۹۰ سلنه دننه) زوایې ته رسېږي، سوپر مون یې بولي.

داسې هم ویل کېږي چې دغه سپوږمۍ په یوه بشپړه دایره کې نه ګرځي، کله نژدې شي، کله بیا لېرې شي.

د اپریل میاشتې سوپر مون له ځمکې د سپوږمۍ اوسط واټن ۳۸۴۴۰۰ کیلومتره پر ځای نژدې ۳۵۷۰۰۰ کیلومتره لېرې وه.

د امریکا بومي قبېلو په ګډون ډېری کلتورونو د وخت حساب ساتلو لپاره بشپړې سپوږمۍ ته بېلا بېل نومونه ورکړي وو.

د انځور حقوق PA Wire
Image caption ایرلنډ کې یو شمېر کسان دا سپوږمۍ ګوري

که څه هم د اپریل میاشتې بشپړه سپوږمۍ د ګلابي رنګ په نامه یادېږي، خو دا تمه باید ترې و نه شي.

دغې سپوږمۍ ته د یو ډول سارايي ګلابي رنګه ګلانو نوم ورکړل شوی، چې (وایلډ ګراونډ فلوکس) نومېږي.

دغه ډول ګلان د پسرلي له راتلو سره سم د امریکا او کاناډا په هره سیمه کې راټوکېږي.

د نړۍ په ځینې نورو سیمو کې بیا دغه سپوږمۍ د (سپرینګ ګراس مون) ، (ایګ مون) او (فیش مون) په نومونو هم یادېږي.

دا لویه ګلابي سپوږمۍ چېرې لیدل کېدای شي؟

د انځور حقوق EPA
Image caption امریکا کې د سپوږمۍ ننداره

دا موضوع په دې پوره تړاو لري چې څوک چېرې ژوند کوي. د بېلګې په توګه کارپوهان وايي، دغه ډول سپوږمۍ د اپریل پر اتمه د چهارشنبې پر ورځ د اسیا او اسټرالیا په ډېرو سیمو کې په څرګند ډول لیدل کېده.

خو د سویلي امریکا، او افریقا د خلکو لپاره د سې شنبې ماښام د دغې سپوږمۍ لیدو غوره وخت و. د نړۍ په نورو ټولو برخو کې بیا د همدې نېټو شاوخوا کې د دغې سپوږمۍ لیدو ښه فرصت و.

په راتلونکي کې هم د اوسېدو سیمه کې د لمر خاته او سپوږمۍ رابرېدو وختونو ته په کتو سره او د سپوږمۍ د سفر لوري له معلومولو وروسته د دغې سپوږمۍ څرګند لیدل شوني دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption بریتانیا کې هم خلکو د دې سپوږمۍ ننداره کوله

نن سبا د نړۍ په ډېری سیمو کې خلکو ته توصیه شوې چې د کورونا ویروس مخنیوي لپاره په کورونو کې دننه پاتې شي.

د سپوږمیز نظام ماهرین وايي، که مو د کړکۍ پر وړاندې لوړ پوړیزې ودانۍ خنډ نه جوړوي، نو له ماښامه وروسته د کورونو له کړکیو یا بامونو او انګړونو د دغې ښایسته سپوږمۍ لیدل ممکن دي.

د دغې سپوږمۍ ځانګړتیا څه ده؟

له اغېزمنې بڼې سره سره دغه سپوږمۍ د نړۍ ځینو خلکو د مهمو مذهبي مراسمو یا رخصتیو سره هممهاله راڅرګندېږي.

د ایسټر نېټه له بشپړې سپوږمۍ وروسته لومړنۍ یکشنبه ده(چې په عملي توګه د ورځې د رڼا اوږدوالی د شپې له اوږدوالي سره یو ډول شي) سږ کال به عیسوي مذهبه خلک ایسټر د اپریل پر ۱۲ نېټه لمانځي.

هندوان د هنومان د زېږېدو ورځ لمانځي او سږ کال د یهودان د پاس اوور رخصتۍ هم د اپریل له بشپړې سپوږمۍ سره پیلوي.