BBC
 شاته

کورونا وېروس: افغانستان کې ۲۱ تازه پېښې؛ بریتانیا کې یوه ورځ کې ۹۳۸ کسان مړه شوي

کورونا د انځور حقوق Getty Images
Image caption بریتانیا کې کورونا وېروس تېرو ۲۴ ساعتونو کې نژدې زر کسان وژلي دي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارات اعلان کړی دی چې په تېرو ۲۴ کې یې په هېواد کې د کورونا وېروس ۲۱ تازه مثبتې پېښې ثبت کړې دي. د دې کسانو له ډلې یې ۱۲ تنه په پلازمېنه کابل کې او نور په پاتې ولایتونو کې په دې وېروس اخته شوي دي.

له دې سره افغانستان کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر ۴۴۴ تنو ته رسېدلی دی.

په نړۍ کې د کووډ - ۱۹ ویروس تایید شویو ناروغانو شمېر له یوه میلیون او څلور سوه زره کسانو اوښتی دی او د دغې ناروغۍ له کبله د مړو شویو کسانو شمېر نژدې ۸۳ زره کسانو ته رسېدلی دی.

په برتانیا کې په بې ساري کچه په یوه ورځ کې د کورونا ویروس له کبله ۹۲۸ کسان مړه شوي دي، چې له همدې کبله په دغه هېواد کې د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ورسره ۷۰۹۷ تنو ته رسېدلی دی.

کارپوهان وايي، د اغېزمنو کسانو ورځني شمېر کې زیاتوالی یا لږوالی ښايي ځکه اصلي حالت نه څرګندوي چې تر چارواکو پورې د معلوماتو رسېدو کې احتمالاً ځنډ رامنځته کېږي.

د برتانوي لومړي وزیر بوریس جانسن په هکله ویل کېږي، چې دویمه شپه یې هم د روغتون د جدي پاملرنې په څانګه کې تېره کړه، خو اوس یې روغتیايي حالت مخ په ښه کېدو دی.

Image caption د بریتانیا د لومړي وزیر بورېس جانسن وضعیت اوس ښه بلل شوی

ایران له هغه وروسته چې په دغه هېواد کې د کورونا ویروس له کبله د مړو شویو کسانو شمېر له ۴۰۰۰ تنو واوښت د پېسو له نړیوال صندوق (ای ایم ایف) نه د پنځه میلیاردو ډالرو بېړنیز پور غوښتنه کړې، چې د ویروس خپراوي مخنیوي چارو کې یې وکاروي.

رپوټونه وايي، امریکا د دغه پور له ورکړې سره ځکه مخالفت کوي چې د امریکايي چارواکو په وینا ایران کافي سپمول شوې پیسې لري او د ای ایم ایف مرستې به د ایران خلکو ته و نه رسېږي.

بل لور ته ایراني ولسمشر حسن روحاني دغه فشار (تاریخي شرم) بللی دی.

د چهارشنبې پر ورځ د ایران عامې روغتیا وزارت وویل، پر دغه ورځ د ۱۲۱ کسانو له مړینې وروسته د کورونا ویروس له کبله د ټولټال مړو شویو کسانو شمېر ۴۰۰۳ تنو ته رسېدلی دی.

فرانسه کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر دغې ناروغۍ اخته ۶۰۷ کسان مړه شوي دي.

اسپانیا کې په دویمه ورځ هم د مړو شمېر زیات و. پر دغه ورځ اسپانیا کې ۷۵۷ کسان مړه شوي، چې تېره ورځ دغه شمېر ۳۴۳ ته رسېدلی و.

دې سره دغه هېواد کې د مړو کسانو شمېر ۱۴۵۵۵ ته ورسېد.

په جرمني کې د کورونا ناروغانو شمېر له ۱۰۰ زره اوښتی. په اسراییل حکومت د یهودانو له پاسو اوور نومي اختره مخکې کاروبارونه تړلي دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption په جرمني کې د کورونا ناروغانو شمېر له ۱۰۰ زره اوښتی

په پاکستان کې د رسمي شمېرو له مخې د اپریل اتمې نېټې تر ماسپښین پورې د کورونا ټولټال تایید شویو ناروغانو شمېر ۴۰۷۲ کسانو ته رسېدلی چې ۵۸ مړه شوي دي او ۴۶۷ کسان د ناروغۍ له تېرولو وروسته روغ شوي دي.

د چین په ووهان ښار کې چهار شنبه په ټپه ولاړ حالت لومړی ځل پای ته ورسېد او خلکو ته د سفر کولو اجازه هم ورکړل شوه.

دا هغه ښار دی چې کووډ - ۱۹ ویروس پکې لومړی ځل راڅرګند شو.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې د سې شنبې پر ورځ د کورونا ویروس له کبله ۱۷۳۶ کسان مړه شوي، چې په یوه ورځ کې دا په دغه هېواد کې د کورونا ویروس له کبله د مړینو تر ټولو لوړ شمېر دی.

بل لور ته له ۱۶ ساعته بحث وروسته هم د اروپايي ټولنې اقتصاد وزیران د کووډ -۱۹ ویروس له کبله د اقتصادي سمبالښت پر موضوع یوه خوله نه دي.