BBC
 شاته

د تورخم او سپین بولدک لارې د ترانزیت لپاره پرانیستل کېږي

تورخم د انځور حقوق Getty Images
Image caption د تورخم او سپین بولدک لارې به اوونۍ کې درې ورځې د ترانزیت لپاره پرانیستې وي

د پاکستان حکومت اعلان کړی چې له خاورې یې افغانستان ته د تجارتي لاریو او کانتینرو د لېږد لپاره به د تورخم او سپین بولدک دروازې د روانې اپرېل میاشتې له لسمې نېټې پرانیزي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې عایشه فاروقي پر ټوېټر پاڼه لیکلي چې دا لارې به په اوونۍ کې درې ورځې، دوشنبه، چارشنبه او جمعه پرانیستې وي.

نوموړې وایي، دا ګام یې د افغان حکومت په غوښتنه او د کورونا وېروس نړیوالې وبا په دې سختو شېبو کې له افغانانو سره د مرستې په موخه اخیستی دی.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل هم د پاکستان حکومت د دې پرېکړې پخلی کړی او مننه یې ترې کړې ده.

پاکستان د تېرې مارچ میاشتې په نیمایي‌ کې اعلان وکړ چې د کورونا وېروس په تړاو د اندېښنو له کبله به له افغانستان سره د تګ راتګ لارې د مساپرو او ترانزیت پر مخ تړي.

د پاکستان حکومت له دې ګام وروسته هغه زرګونه افغانان چې پاکستان ته تللي وو،‌ هماغلته ایسار پاتې شول.

د انځور حقوق Social media
Image caption تېرو درې ورځو کې زرګونه کسان له پاکستانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي

د تېرې دوشنبې پر ورځ پاکستان د مساپر لپاره د تورخم او سپین بولدک لارې پرانیستلې او په تېرو ۳ ورځو کې زرګونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي‌ دي.‌

ټاکل شوې وه چې دا لارې چارشنبه ماسخوتن ۱۲ بجې بېرته وتړل شي، خو په سپین بولدک کې چارواکو بي بي سي ته ویلي‌ دي چې ښایي‌ د پنجشنبې پر ورځ هم لار پرانیستې وي.‌

په افغانستان او پاکستان کې د کورونا وېروس وبا کاروبار او عادي ژوند په ټپه درودلی دی.

په دواړو هېوادونو کې حکومت محدودیتونه اعلان کړي او د خلکو تګ راتګ او ازاد ګرځېدل کم شوي دي.