BBC
 شاته

افغانستان کې داعش کومې خوا ته ځي؟

داعش د انځور حقوق NDS

د شنبې په ورځ د افغانستان ملي امنیت لوی ریاست وویل، د اسلامي دولت یا داعش د خراسان ولایت مشر اسلم فاروقي(عبدالله اورکزی) یې له ۱۹ ملګرو سرنیولی دی.

دوی ویل دې پېچلو او هدفمنو عملیاتو کې یې د نوموړي یو نږدې همکار قاري زاهد سیف الله هم نیولی چې په ابو طلحه پاکستاني مشهور دی.

د افغانستان ملي امنیت اعلامیه کې راغلي، د ټولیز او نوي پلان له مخې د ترهګرو ډلو د مهمو مشرانو نیول غواړي چې د افغانستان ملي امنیت ته ګواښ دي.

د خراسان ولایت لپاره د اسلامي دولت د شپږم مشر اسلم فاروقي نیول ګونګ دي، ځکه لا هم مالومه نه ده چې څه ډول او څه وخت عملیات وشول.

* افغانستان کې تسلیم شوي داعشیان څه شول؟

* "فرانسوي او الجزایري داعشیان د افغانستان شمال ته رسېدلي"

پر ۲۰۱۵ کال عراق او سوریه کې د اسلامي دولت واکمنېدو پسې افغانستان کې عبدالروف خادم د داعش له مشر ابوبکر بغدادي سره بیعت اعلان کړ.

دې ډلې په ننګرهار کې اچین، نازیان او کوټ ولسوالۍ ونیوې او غوښتل یې دا ولایت ونیسي او بیا د خپل ولایت(خراسان) سیمه چې افغانستان، ازبکستان، تاجکستان او ایران پکې را ځي پراخه کړي.

خو په همغه کال د افغان هوايي ځواکونو برید کې عبدالروف خادم ووژل شو، بیا پسې حافظ سعید، عبدالحسیب لوګری، ابوسعید باجوړي او ابو عمر خراسانی د دې ډلې مشران شول او بالاخره پر ۲۰۱۹ کال د ډلې په اداره او مشرۍ کې د ابوعمر خراساني په پاتې راتلو سره اسلم فاروقي د اسلامي دولت د خراسان څانګې مشر شو.

د انځور حقوق DARZAB DISTRICT GOVERNOR
Image caption جوزجان د ۲۰۱۸ کال دوبي کې په لسګونو داعش وسلوال حکومت ته تسلیم شول.

اوسمهالو جهادي ډلو کې د مشرتابه جوړښت ډېر مهم دی. په اداري ډول په جهادي او توندلارو ډلو کې دوه متفاومتې لارې دي؛ لکه په مشرۍ ولاړ او ستراتیژي ولاړ جوړښت.

په ستراتیژۍ ولاړه جهادي اداره پر ځانګړې ستراتیژي ولاړه وي چې د ادارې د مشرانو په بدلون سره په ټوله ستراتیژۍ کې بدلون نه راځي، د عراق او سوریې اسلام دولت ډله کې دا چاره وینو، سره له دې چې د اسلامي دولت یا داعش مشرانو ابوحمزه المهاجر، ابو عمر بغدادي، ابوبکر بغدادي او ابو ابراهیم هاشمی قریشي د یو بل ووژل کېدو پسې مشران شول.

* د "بمونو مور" رښتیا ۹۴ داعشیان وژلي؟

* لیزا سمېت؛ د ایرلنډ له پوځه د داعش تر لیکو

هر نوی مشر چې راغی د اسلامي دولت هماغه ستراتیژي او موخې په خپل حال پاتې شوې چې هغه د اسلامي خلافت جوړول دي.

نوي مشران هم هماغه ځانګړې او یوه ستراتیژي پر مخ بیايي. لا هم د عراق شمال کې د داعش بریدونه شته او د عراق امنیتي اداره د داعش له ګواښ سره مخ ده.

خو پر مشر ولاړ شرایط توپیر کوي. هغه جهادي ډلې چې پر مشر ولاړې وي، کم عمر لري. د مشر مرګ یې د ډلې د مرګ په څېر وي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د داعش پخواني مشر ابوبکر بغدادي پر ۲۰۱۴ کال د عراق موصل ښار کې د اسلامي خلافت اعلان کړ.

د مشر له وژل کېدو سره ډله د مشر د نشتوالي یا مشرتابه له تشې سره مخ کېږي، منځپوړي قومندانان او د لاندې کچې وسلوال یې له نشتوالي اغېزمنېږي.

دا مسله هم د اسلامي دولت خراسان څانګه کې شته.

سره له دې چې عبدالروف خادم خراسان کې د اسلامي خلافت د پراختیا هڅه کوله، خو د هر مشر تر وژل کېدو وروسته دا موخه کوچنۍ شوې او جنګي برخه کې یې محسوس بدلون را غلی دی. په داسې ډول چې د دې ډلې ټولې چارې د ننګرهار اچین او نازیانو ولسوالیو ته محدودې شوې دي.

اټکل دی چې د اسلم فاروقي نیولو سره به افغانستان کې داعش لا ډېر کمزوری شي.

په مشر تابه ولاړه ډله کې د ټیټ پوړو وسلوالو برخلیک هم توپیر لري. ډېری خلک په اقتصادي او مادي دلیل هم د لښکر طیبه، حقانې شبکې او پاکستاني طالبانو بېل او د داعش خراسان څانګې سره یو ځای شوی وو.

د دې وسلوالو په هکله درې غوراوي شته؛ عادي ژوند ته ستنېدل، له ترهګرو ډلو سره یو ځایېدل او یا افغان ځواکونو ته تسلیمېدل.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption تېر نومبر کې افغان حکومت ته په ننګرهار کې داعش وسلوال تسلیم شول.

تېر کال کې پېښو ته په پام دویم او دریم امکان ډېر دی. د دې څانګې ډېری وسلوال یا له حقاني سره یو ځای شول او یا هم افغان پوځ ته تسلیم شول.

افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې د شپږم مشر اسلم فاروقي نیول کېدو سره داسې ښکاري چې د دې ډلې عمر پای ته رسېدلی او دا ټکی افغانستان کې د سولې او جګړې څرنګوالی هم بدلولی شي.

ډېری شنونکي په دې باور و چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ له سولې وروسته به د دې ډلې خپه ملګري له داعش سره یو ځای او دا ډله به د افغان حکومت لپاره لا نوی ګواښ شي.

خو د داعش خراسان څانګې کمزوري او د مشرتابه نشتوالي د دې ډلې ټیټ پوړو وسلوالو او منځپوړو قومندانانو کې وېره خپره کړې او د طالبانو خپه یا ناراضي وسلوال یې هم خپل راتلونکي پلان ته بې زړه کړي دي.