BBC
 شاته

د ټوېټر بنسټګر د کورونا د مخنیوي لپاره ۱میلیارد ډالر مرسته کوي

کورونا د انځور حقوق Getty Images

د ټوېټر او سکوېیر بنسټګر جک ډورسي وايي، د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره یو ملیارد ډالر مرسته کوي.

د هغه په خبره، دا مرسته د نوموړي د ټولې شتمنۍ ۲۸ سلنه جوړوي.

نوموړي خپل ټوېټر کې لیکلي: اړتیاوې په زیاتېدونکې توګه بېړنۍ دي .

ښاغلی ډورسي دا مرسته له سوکوېر اخلي چې د دې ادارې بنسټګر هم دی او پکې برخه لري.

۴۳ کلن ډورسي د ټوېټر او سکوېیر اجرايي مشر دی.

ښاغلي ډورسي دا نه دي ویلي چې له کورونا سره د مبارزې لپاره به دا مرسته چا ته ور کړي، خو دا اعلان یې په داسې مهال دی چې په متحده ایالتونو کې د سا اخیستلو او د ځاني خوندیتوب وسیایلو کمښت دی، ځکه سوداګر اقتصادي هڅې کوي.

وروستي رپوټونه وایي، چې امریکا کې په یوه ورځ ۱۸ سوه کسان له کورونا مړه شوي او دا په یوه ورځ کې د ورته مړینې تر ټولو لویه شمېره ده.

د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، تراوسه امریکا کې له کورونا وېروس شاوخوا دیارلس زره کسان مړه شوي دي.

امریکا کې پر کورونا درې لکه ۹۸ زره کسان اخته دي او دا په نړۍ کې تر بل هر هېواد ډېر دي.

دا مهال په نړۍ کې یو میلیون او څلور لکه کسان په کورونا اخته دي.