BBC
 شاته

فرانسه کې د مړو شمېر له لس زرو زیات شو

فرانسه د انځور حقوق AFP

په فرانسه کې د کورونا وېروس له امله د مړو شمېر له لس زرو ډېر شو.

وروستۍ شمېرې ښيي چې دغه هېواد کې د مارچ له اولې تر اوسه لس زره ۲۳۸ کسان د کورونا له امله مړه شوي دي.

تېرو ۲۴ ګړیو کې هم په روغتونونو کې د ۶۰۷ کسانو مړینه ثبت شوې ده.

۸۲۰ کسان هم د زړو خوندیتوب مرکز کې مړه شوي دي، خو ممکن دا د څو ورځو مړي وي، مګر نوم یې له تازه قربانیانو سره یو ځای شوی دی.

فرانسه کې د مارچ له ۱۵ ګرځبندیز ولګېد او سرغړوونکي یې جرمانه کېږي.

* کورونا ویروس: څرنګه د ناسمو معلوماتو مخنیوی کولی شو؟

* کورونا وېروس: د دې ناروغۍ له وېرې څنګه ځان بچ کړو؟

د پاریس ښاروالۍ د سې شنبې په ورځ وویل، چې په ځايي وخت له ۱۰:۰۰ تر ۱۹:۰۰ تر شنه اسمان لاندې ورزش باندې بندیز لګوي.

د اونۍ د پای ورځو کې نرمه او لمري هوا کې خلک په ډلو ډلو پارک ته لاړل.

له دې مخکې د سې شنبې په ورځ د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د پاریس څنډه کې سن دني ته لاړ چې له دې وبا خورا سخته زیانمنه شوې سیمه ده.

سن دني فرانسه کې یوه تر ټولو بې وزله سیمه ده او د مارچ وروستیو دوو اونیو کې پکې مرګ له ۶۳ سلنې پورته شو.

خو لا هم د دومره مرګ علت مالوم نه دی.

د انځور حقوق EPA
Image caption د فرانسې ولسمشر مکرون د دغه هېواد تر ټولو ځپلې سیمه ته لاړ

د فرانسې د روغتیا چارو مشر جروم سالومون وايي، دغه هېواد کې د کورونا وېروس خپرېدل لا هم بره حالت لري، په داسې ډول چې هره ورځ مړینه، بستري کېدل او سختې پېښې مخ په زیاتېدو دي.

د هغه په خبره، "لا هم د وېروس خپرېدو وروستي برید ته رسېدلي نه یو".

فرانسه کې د بي بي سي خبریال مارک سکوفیلډ وايي، له دې سره د دې ناروغۍ د چټکتیا د کمېدو نښې شته.

د نوموړي په خبره، ډاکټران محتاطانه هیله لري چې ممکن روغتونو کې نور بیروبار په کمېدو شي.

خو ښاغلي سالومون وویل، د ځایبند یا په کور پاتېدو پای ته رسولو خبره له وخت مخکې ده: "د فشار کمول به اوس خطرناک وي".

د فرانسې لومړي وزیر اېډوارډ فلیپ هم ویلي چې ملي کرنتین به دوام لري.

ټاکلې ده فرانسه کې د اپرېل پر ۱۵ ګرځبندیز لرې شي، خو ډېر خلک په دې باور دي چې ممکن حکومت یې وغځوي.