شاته

سپوږمۍ نن شپه تر هر وخت زیاته روښانه او ځمکې ته نزدې کېږي

سپوږمۍ له ځمکې څخه ۳۸۴۴۰۰ کیلومټره واټن لري خو ساینسپوهان وايي چې د اپریل په اوومه به سپوږمۍ ۲۷۴۶۴ کیلو مټره ځمکې ته نزدې کیږي.

د کرونا وایرس له کبله دا مهال د نړۍ په ګن شمېر هیوادونو کې زیاتره خلک په کورونو کې ګیر‌ دي. خو دغه خلک په امریکا کې د نهې، سه شنبه، په شپخه او یا د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې کولی شي چې د خپلو کورونو له کړکیو او بالکینونو څخه د سپینې سپوږمۍ ننداره وکړي.

سږ کال کې دا دویم ځل دی چې سپوږمۍ ځمکې ته دومره نزدې کېږي.

په امریکا کې د نهې، سه شنبې، په شپه به سپوږمۍ د نورو شپو په پرتله ۱۴ برابره لویه او ۳۰ سلنه روښانه وي.

په میاشت کې یو ځل سپوږمۍ بشپړه کیږي. خو د سپوږمۍ دغه حالت ته چې ځمکې ته نزدې کیږي، دلته په امریکا کې پینک مون یا سوپر مون وییل کیږي.