شاته

ټرمپ په امریکا کې د طبي امکاناتو دوامداره کمی رد کړ

د امریکا جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ په امریکا کې د روغتونونو د امکاناتو د دوامداره کموالي په اړه راپورونه رد کړل.

ټرمپ د اچ اچ اس یا د روغتیا او انساني خدمتونو څیړنیز بنسټ هغه راپور رد کړ چې ویلي وو په امریکا د محافظتي امکاناتو او د کرونا ویروس د ټسټونو دوامداره کمی شته.

ښاغلي ټرمپ وايي دوی د نړۍ تر بل هر هیوادونه ډیر ټسټونه کړي دي او دا رقم هره ورځ د ۱۲۵ زره کسانو د معاینه کیدو سره ډیریږي.

بلخوا ټرمپ د کرونا ویروس ناروغانو لپاره د ملاریا په درملو ټینګار وکړ. که څه هم د ساینسپوهانو څیړنو یې ګټه نده روښانه کړې خو ډانلډ ټرمپ وايي امریکا د کرونا ویروس د درملنې په هدف کابو ۳۰ میلیون دوزه هیدروکسي کلروکین اخیستي دي.

د امریکا په ګډون یو شمیر ناهیلو هیوادونو د کرونا ویروس د درملنې په هدف د هیدروکسي کلروکین کارولو ته مخه کړېډه.

هیدروکسي کلروکین د ملاریا، لوپوس او د روماتیزوم د درملنې لپاره کارول کیږي.

ټرمپ د روغتیايي متخصصینو له خبرداریو سره سره پر داسې درملو ټینګار کوي چې د بې اثر توب په اړه یې شواهد شته.

له کرونا ویروس سره د جمهور رئیس ټرمپ د مبارزې جګپوړی صحي کارپوه انتوني فوچي په تکرار سره ویلي دي چې شواهد ښيي چې دا درمل بې اثره دي.

یو شمیر راپورونه وايي چې د سپينې ماڼۍ د تجارت سلاکار ددغو درملو په اړه له فوچي سره لانجه کړېډه، ځکه حکومت پرته له دې چې د کرونا په وړاندې ددغو درملو مفیدیت تائید شي ، د بیړنۍ استفادې لپاره د مارچ په میاشت کې منظور کړې وو.

ټرمپ وايي هغه هیوادونه چې د ملاریا ډیره ناروغي لري د کرونا ویروس موارد پکې کم لیدل شوي دي او د لوپوس ناروغان پرې کرونا اخته شوي ندي.

په امریکا کې روغتونونه د کرونا ویروس ناروغانو ته هیدروکسي کلروکین ورکوي او وايي دا درمل نسبتا خوندي دي او زیان به نه رسوي. خو دا درمل هغو کسانو ته خوندي ندي ښودل شوي چې د زړه ناروغي لري.

کرونا ویروس تر اوسه په امریکا کې شاوخوا ۱۱ زره کسان وژلي او شاوخوا درې لکه و ۶۸ زره تنه په دې ویروس ککړ شوي دي.