BBC
 شاته

کورونا وېروس په اړه د نړۍ د مشرانو جنجالي څرګندونې

ترامب ورئيس البرازيل د انځور حقوق Getty Images
Image caption د نړۍ ګنو هېوادونو مشرانو په پیل کې د کورونا وېروس ستونزه جدي نه ګڼله

د نړۍ لر او بر کې د هېوادونو مشرانو د کورونا وېروس د خپرېدو د مخنیوي په پار پراخې هڅې کړي او لا یې هم کوي. خو څو د ګوتو په شمار داسې مشران هم شته چې د دې وېروس په اړه څرګندونو ېې خلک حیران کړي.

دوی یا دا ناروغي وړه ستونزه بللې، یا یې خلکو ته ناسم معلومات ورکړي او یا یي د داسې ګامونو پورته کولو امر کړی چې ګټور نه وو.

که څه هم په تېرو څو اونیو کې ځینو هېوادونو د دې وبا په اړه خپله تګ لاره بدله کړې، خو ځینو نورو پر خپلو دریځونو ټینګار کړی چې تر ډیره خطرناک او ګواښوونکي بلل شوي دي.

دلته د کورونا ویروس د وبا په اړه د نړیوالو مشرانو تر ټولو ډېرې جنجالي اته څرګندونې را اخلو.

ډونلډ ټرمپ : "وضعیت تر کنټرول لاندې دي"

د تېرې جنورۍ میاشتې پر ۲۲ نېټه ولسمشر ډونلډ ټرمپ سي سي ان خبري شبکې سره مرکه کې امریکا ته د کورونا ویروس رسېدلو احتمال کم وباله.

خو له دې څرګندونو دوه میاشتې وروسته امریکا کې په نړۍ کې د کووېد-۱۹ وېروس تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې دغه هېواد کې کابو ۳۷۰ زره مثبتې پېشې ثبت دي.

د مثبتو پېښو له دې لوړ شمېر سره امریکا کې د ایټالیا او اسپانیا په څېر هېوادونو پر تله د مړینې شمېر کم دی.‌

خو ولسمشر ټرمپ ویلي د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له امله ښايي په امریکا کې د مړو شمېر دوه نیم لکو ته لوړ شي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ولسمشر ټرمپ جنورۍ کې ویلي وو چې کورونا امریکا ته نشی رسېدلی

د برازیل ولسمشر: " دا د زُکام یوه عادي ناروغي ده"

په دې هېواد کې د کورونا وېروس په اړه د ولسمشر ژاویئر بولسېنارو څرګندونو د خلکو غوسه را وپاروله.

د اعتراض بڼه هم جالبه وه، خلکو د لوښو په ګړنګولو لاس پورې کړ چې شور جوړ کړي.

نوموړي د دې وبا د خطرونو کم ښودلو ترڅنګ قصدا د واټن ساتلو سپارښتنه له پامه وغورځوله او له خپلو ملاتړو سره یې بنډارونه وکړل.

بولسېنارو دغه راز د هغو ګامونو پرضد دی چې د برا زیل په ایالتونو کې والیانو د کورونا وېروس د مخنيوي لپاره پورته کړي دي.

په برازیل کې د کووېډ-۱۹ څه باندې ۱۱ زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

دا وېروس په ډېرې چټکۍ دغه هېواد کې خپور شو، او په څلورو ورځو کې د مثبتو پېښو شمېر دوه برابره شو.

د فلپین ولسمشر:" که د ستونزو د ډېرولو هڅه دې وکړه خښ به دې کړم"

د فلپین ولسمشر رودرېګو دوتېرتې د کورونا وېروس له امله رامنځته شوی خطر ډېر جدي ګڼلی.

ښاغلي دوتېرتې په یوه خبري غونډه کې د پولیسو له خوا پر هغو کسانو د ډزو کولو ګواښ وکړ چې پر تګ راتګ له لګول شوي محدودیته سرغړونه کوي.

هغه وویل:" د حکومت د وېرولو هڅه مه کوئ. حکومت ته چلنج مه ورکوئ، تاوان به وکړئ"

دغه هېواد کې د کورونا وېروس څه باندې ۳۲ زره مثبتې پېښې ثبت شوي او د اپریل تر پنځمې د مړو شمېر ۱۵۰ ته رسېده.

د بیلاروس ولسمشر: " دلته وېروسونه نشته"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د بېلاروس ولسمشر هم د دې نارغۍ پر وړاندې ناغېړي کوله

د بېلاروس ولسمشر الکسندر لوکاشېنکو پر هغه وړاندېز ملنډې ووهلې چې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د مخنیوي لپاره شوی وو.

دا ځکه چې ښاغلي لوکاشېنکو وویل دا وېروس یې نه دی لېدلی چې "په هوا کې ګرځي".

هغه پر کنګل د هاکي لوبې پرمهال یوه مرکه کې وویل، ښه ده چې خلک لوبې ته راغلي ، ځکه د ده په وینا سړه هوا د وېروس مخه نیسي.

ښاغلي لوکاشېنکو دغه راز ویلي وو چې د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره سونا حمام ته ولاړ شئ او وودکا وڅښئ خو وروسته یې وویل ټوکې یې کولې.

دې هېواد کې د کووېډ-۱۹شاوخوا ۴۵۰ مثبتې پېښې ثبت شوې او پنځه تنه مړه شوي دي.

د مکسیکو ولسمشر: "له کوره بهر ډوډۍ خوره"

د دغه هېواد ولسمشر اندرېس مانوېل لوپېز اوبرادور د روغتیا نړیوال سازمان د سپارښتنو ماتولو ته په ښکاره ملاوتړله.

هغه نه یوازې دا چې د وېروس خطر یې جدي نه دی ګڼلی، بلکې په عامو غونډو کې یې خلکو سره روغبړ وکړ او ماشومان یې ښکل کړل.

دې هېواد کې د کورونا وېروس د دوه زره او ۲۰۰ په شاوخوا کې مثبتې او د مړېنې نږدې سل پېښې ثبت شوې.

خو د روغتیا کارپوهان وايي ښايي دې هېواد کې دا وېروس په چټکۍ خپور شي او شونې ده چې مثبتې پېښې تر اوو لکو پورې ورسیږي.

د انځور حقوق Empics
Image caption د مکسیکو ولسمشر خلکو ته ویل چې له کوره بهر دې ډوډۍ وخوري

د زیمبابوی دفاع وزیر: " دا وېروس د خدای له لوري عذاب دی"

د زیمبابوی ولسمشر اېمرسون منانګاګوا که څه هم د کورونا وېروس په اړه جنجالي خبره نه ده کړې، خو د هغه جنجال هوارولو ته اړ شوی چې د دفاع وزیر د څرګندونو له امله رامنځته شوی.

دفاع وزیر ویلي وو دا وبا د خدای له لوري له هغو لویدیځو هېوادونو غچ اخستل دي چې پر زیمبابوی یې بندیزونه لګولي دي.

خو ولسمشر اړ شو چې د دې څرګندونو په اړه ووايي دا ډول وباګانې علمي تفسیر لري او حد نه پیژني، ځکه نو ده ویلي پر کوم ځانګړی لوری ملامتي نه شي اچول کېدای.

عراقی مذهبي مشر: " ټرمپه! ته ملامت یې"

په عراق کې مذهبي شیعه مشر مقتدی الصدر د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تورن کړ چې د امریکا په مخالفو هېوادونو کې یې کورونا وېروس خپور کړی.

دې مذهبي مشر د حکومت له خوا لګول شوي محدودیتونه ننګولي او په ډله ییزه توګه د مذهبي مراسمو ترسره کولو ته یې دوام ورکړی.

نوموړي دغه راز د هم جنسو ترمنځ د واده مشروعیت د دې وبا بل لامل وباله، خو حقیقت دا دی چې په تر ټولو کورونا وېروس ځپلو هېوادونو چین او ایټالیا کې د هم جنسو واده قانوني مشروعیت نه لري.

عراق کې د کورونا وېروس نږدې اته سوه مثبتې او د مړینې څه باندې پنځوس پېښې ثبت شوي دي.

د اندونېزیا ولسمشر: "خلکو ته ټول حال نه وایو"

د انځور حقوق Reuters
Image caption د اندونیزا ولسمشر منلې چې قصداً یې خلکو ته اصلي حال نه وایه

د اندونېزیا ولسمشر جوکو ویدودو ومنله چې قصدا یې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو په اړه خلکو ته معلومات نه دي ورکړي. دا ځکه چې د ده په وینا خلک ځینې کارونو ته لاس وانه چوي، لکه د کور اړتیا وړ توکو په یو ځل رانیول.

د مارچ تر دویمې نېټې دغه هېواد کې مثبته پېښه نه وه ثبت شوې خو وروسته څه باندې دوه زره او ۲۰۰ مثبتې او نږدې دوه سوه د مړېنې پېښې ثبت شوې.

خو ځینې کارپوهان وايي ښايي دغه هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر څه باندې ۳۴ زره پورې وي.

د بریتانیا لومړی وزیر:"ناروغانو سره مې لاس په لاس روغبر وکړ"

د بریتانیا لومړی وزیر بوریس جانسن چې اوس د کورونا وېروس له امله روغتون کې تر جدي مراقبت لاندې دی، د مارچ په دریمه نېټه ویلي وو چې له خلکو سره په لاس د روغبړ په اړه اندېښنه نه لري ځکه لاس وېنځل کافي دي.

خو وروسته د بریتانیا حکومت وویل چې ښاغلي جانسن له ناروغانو سره نه بلکې یوازې له روغتیايي کارکوونکو سره په لاس روغبړ کړی و.

خو د کورونا وېروس په اړه د ده دریځونه لا هم له نیوکو خلاص نه دي. ‌‌‌