شاته

امنیتي ځواکونو ته د ملي امنیت شورا د غونډې سپارښتنې 

د افغانستان د ملي امنیت شورا غونډه کې امنیتي ځواکونو ته پرون سې شنبې سپارښتنه وشوه چې د تروریستي حملو د مخنیوي لپاره په خپلو کې هماهنګي زیاته کړي.

په‎دې غونډه کې ولسمشر محمداشرف غني ټینګار کړی چې امنیتي ادارې باید د تروریستي حملو د مخنیوي لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.

کابل کې دوه اوونۍ مخکې د ملي دفاع وزارت ته مخامخ په چاودنه کې تر ۴۰ تنو زیات ووژل او لږ تر لږه ۱۱۰ تنه زخمیان شول.