BBC
 شاته

کورونا وېروس: نیویارک کې یوه ورځ کې ۷۳۱ مړي؛ ایران کې جعلي شرابو سلګونه کسان وژلي

Medics with coronavirus patients in Brooklyn, 7 Apr 20 د انځور حقوق Getty Images
Image caption تېر ۲۴ ساعتونه د نیویارک لپاره تر ټولو خونړي وو

د امریکا متحدو ایالتونو نیویارک ایالت کې په یوه ورځ کې د ۷۳۱ کسانو له مړینې وروسته د مړینو ټولټال شمېر ۵۴۸۹ تنو ته رسېدلی او پر ویروس د ټولو اخته کسانو شمېر ۱۳۸۸۳۶ کسانو ته رسېدلی دی.

یاد ایالت کې د کورونا ویروس له کبله د مړینو شمېر اعلان کې د شفافیت غوښتنې له هغه وروسته لا ډېرې شوې، چې ګورنر یا والي اندریو کیومو وویل، په یوه ورځ کې دغه ایالت کې تر ټولو ډېرې مړینې ثبت شوې دي.

دې سره د نړۍ په لر او بر کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر له یو میلیون او درې سوه زره کسانو اوښتی دی.

بل لور ته د ونډو په بازارونو کې له هغې هیلې سره چې د کورونا ویروس په خپرېدو کې کموالی راځي، تیزي لیدل شوې.

اسراییل کې د یهوادانو له پاسوور رخصتۍ مخکې پر سفر بندیز لګول شوی دی.

بل لور ته د نیوزیلنډ روغتیا وزیر له هغه وروسته ځان احمق بللی چې د ځایبندیز یا قرنطین پر مهال سمندرغاړې ته تللی و.

د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې د امریکا په متحدو ایالتونو کې د کرونا ناروغۍ له کبله د مړو شویو کسانو شمېر له ۱۰ زره اوښتی دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption فرانسه کې هم تېرو ۲۴ ساعتونو کې سلګونه کسان مړه شوي دي

بل لور ته په فرانسه کې د دوشنبې پر ورځ ۸۳۳ مړه شوي، چې په څلوریشتو ساعتونو کې تر ټولو ډېر شمېر بلل کېږي.

په انګلستان کې د روغتیا چارواکي وايي، د ۷۵۸ نورو هغو کسانو له وژل کېدو سره چې پر کورونا ویروس اخته وو، ټوله برتانیا کې د کورونا له کبله د وژل شویو شمېر ۶۱۶۹ تنو ته رسېدلی، چې ۷۸۶ یوازې د تېرې ورځې په اوږدو کې مړه شوي دي.

د برتانیا لومړي وزیر دفتر مسوولین وايي، د لومړي وزیر بوریس جانسن روغتیايي وضعیت اوس د ډاډ وړ دی.

نوموړی تېره ورځ د ناروغۍ سختېدو له کبله د کلک پام په څانګه کې بستري شوی و.

ایران کې جعلي شرابو سلګونه کسان وژلي:

په ایران کې د عدلیې وزارت ویاند وايي، د کورونا ویروس له خپرېدو وروسته دغه هېواد کې د جعلي شرابو څښلو له کبله تر اوسه پورې نژدې ۶۰۰ کسان وژل شوي دي.

دغه چارواکی زیاتوي چې له همدې کبله نژدې ۳۰۰۰ نور کسان ناروغ دي او ګڼ شمېر کسان د جعلي شرابو چمتو کولو په تور نیول شوي دي.

د چارواکو په وینا دغو کسانو ته دروغ ویل شوي وو چې دې سره به له ویروسه خوندي پاتې شي.

په ایران کې پر کورونا ویروس د ۶۲۵۰۰ کسانو نومونه ثبت شوي دي، خو په ورځنۍ توګه د هغو کسانو شمېر کې له تېرې اونۍ راهیسې لږوالی راغلی چې پر کورونا ویروس اخته کېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ایران کې ځینو کسانو په دې موخه جعلي شراب څښلي چې له کورونا وېروسه به ښه شي

په چین کې د سې شنبې پر ورځ له جنورۍ میاشتې راهیسې چې کورونا ویروس پکې خپور شو، لومړی ځل د دغه ویروس له کبله د هیڅ یوه کس د مړینې رپوټ نه دی ورکړل شوی.

د روغتیا ملي کمېسیون په وینا د دوشنبې پر ورځ د ۳۹ کسانو پرتله چې پر دغه ویروس اخته شوي وو، د سې شنبې پر ورځ د دغسې کسانو شمېر ۲۳ ته ټیټ شوی دی.

دغه رپوټونه داسې مهال ورکول کېږي، چې د حکومتي شمېرو د شفافیت او کره والي په تړاو شکونه څرګندېږي.

حکومتي چارواکي وايي، له ۳۳۳۱ ډېر کسان مړه شوي او ۸۱ زره ۷۴۰ کسانو کې د ویروس شتوالی ثبت شوی دی. د سې شنبې پر ورځ د ثبت شویو ټولو ناروغانو معلومات له بهره راغلي.