شاته

طالبانو دبندیانو پسر دنورو خبرو نه انکار کړی،افغان دولت وایي سترو بریدونو کې ککړ طالبان نه خوشې کوؤ

طالبانو دبندیانو دخلاصون په هکله د اړونده اړخونو سره دنورو خبرو اترو اؤ غونډو نه انکار کړی اؤ تور یې لګولی چې دهغوئ دبندیانو دخوشې کولو لړۍ په یوه اؤ بله پلمه دځنډ ښکار کیږي.

خو افغان دولت وایي دطالبانو دبندیانو خلاصون ځکه ځنډیدلی چې طالبان دخپلو هاغو ۱۵کمانډرانو په خلاصون ټینګار کوي چې هیواد کې په ترسره شوؤ سترو بریدونو کې ککړ دي.

په قطر کې دطالبانو دسیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په ټوئټر لیکلي “مونږ کابل ته دبندیانو دکمیسیون تخنیکي پلاوی دبندیانو دخلاصون دپاره لیږلی ؤ ځکه دلاسلیک شوې توافقنامې اؤ وعدې له مخې دبندیانو خلاصون پېلیدونکې ؤ”

خو هغه وایي” متاسفانه چې دبندیانو دخلاصون لړۍ تر اوسه په یوه اؤ بله پلمه ځنډول کیږي”

دطالبانو ویاند لیکلي له سبا(یکشنبه)څخه زمونږ تخنیکي پلاوی له اړونده اړخونو سره په نورو بې نتیجې ناسو کې ګډون نه کوي.

خو دافغانستان دسیمه ییزو ارګانونو د ادارې رئیس عبدلمتین بیګ وایي طالبان غواړي یو شمیر هغه کمانډران یې له بنده خوشې شي چې هیواد کې یې ستر بریدونه کړي دي ځکه د بندیانو دخلاصون بهیر ځنډیدلی دی.

د دوشنبې په ورځ یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې عبدالمتین بیګ ویلي افغان دولت هیواد کې دسولې اؤ‌امن په خاطر خپل دریځ کې نرمښت راوستی خو دولت نه شي کولی دطالبانو هغه مهم بندیان خوشې کړي چې لاسونه یې دافغانانو په وینو سره دي.

طالبان وایي امریکا سره یې دسولې ترسره کړي تړون کې دا خبره شامل ده چې افغان دولت به دهغوئ پینځه زره بندیان خوشې کوي خو دافغان دولت لخوا طالبانو سره دخبرو اترو دمرکچي پلاوي غړی عبدالمتین وایي چې دغه ژمنه افغان دولت نه بلکې امریکا طالبانو سره کړې ده.

هغه وویل افغان دولت دسولې له خاطره نرمښت ښودلی اؤ یو شمیر طالبان به په مشروط ډول په څو پړاؤنو کې له بنده خوشې کړي.

په قطر کې د فرورۍ پر ۲۹مه د امریکې او طالبانو تر منځ د سولې په تړون کې د طالبانو د ۵۰۰۰ او د افغان حکومت ۱۰۰۰ تنو بندیانو د تبادلې خبره شوې وه، خو تر تړون وروسته د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د بندیانو پر تبادله اختلافونه دي.

د مارچ پر ۱۰مه افغان حکومت د بندي طالبانو د بخښنې او خوشي کولو اعلان کړی وو. ولسمشر اشرف غني ویلي وو حکومت یې د ښه نیت له مخې د طالبانو د ۱۵۰۰ بندیانو د ازادولو پریکړه کړې او ۳۵۰۰ به یې له طالبانو سره د بین الافغاني مذاکراتو تر پیلېدو ورسته پرېښوول کیږي.