شاته

بشري حقونه افغانستان کې د داعش د نیول شوي مشر محاکمه غواړي

د بشري حقونو نړیوال سازمان له افغان حکومت څخه غوښتي چې په افغانستان کې د داعش-خراسان ډلې نیول شوی مشر دې محاکمه کړي.

د داعش ډلې دغه مشر اسلم فاروقي څو ورځې مخکې ونیول شوی، هغه د افغانانو په وژلو تورن دی. د ده اصلي عبدالله اورکزی دی.

د بشري حقونو نړیوال سازمان د دوشنبې په ورځ اپرېل شپږمه (وري۱۸) په یوې اعلامیې کې له افغان حکومت څخه غوښتي چې هغه دې د بشري حقونو د نړیوالو معیارونو سره سم د قربانیانو او شاهدانو په مخکې عادلانه محاکمه کړي.

د افغانستان په چارو کې د بشري حقونو کمېسیون څېړونکي اتریشیا ګوسمن ویلي چې د فاروقي نیونه افغان چارواکو ته یو فرصت دی چې وښيي د جنګي جنایت قربانیانو او د داعش لخوا زیانمن شوو وګړو ته د عدالت زمینه برابرولی شي.

اغلې ګوسمن لیکلي: "... افغانستان د قربانیانو پوره وړی دی چې یو معتبر عدلي مقام د اسلم فاروقي او نور تورن کسان تر تعقیب لاندې ونیسي، که افغانستان وغواړي چې دغه ډول تاوتریخوالی پای ته ورسوي، عدلي تعقیب ضروري دی."

دغه سازمان وايي‌ دا ډله د ډېرو بریدونو مسولیت منلی دی. داعش د مارچ په ۲۵ په کابل کې د اهل هنود په عبادت ځای باندې هم د برید مسولیت ومانه چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۵ تنه پکې ووژل شول.

بشري حقونو ویلي چې د داعش خراسان ډلې په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې پر جوماتونو هم بریدونه کړي چې ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

یاد سازمان ویلي چې افغانستان د جنګي جنایتونو او بشري حقونو د سرغړونکو سره کمزوری عمل کړی چې په وینا یې اوس هم د افغانستان زندانونو کې ګڼ کسان د تروریزم په تور ساتل کیږي‌ خو يو یې هم د جنګي جنایت په جرم تورن نه دی.

بشري حقونو همدارنګه ویلي چې د تروریزم په جرم د نیول شوو کسانو محاکمه پټه کیږي چې په اغلب ګمان اعترافونه تر شکنجو لاندې اخیستل کیږي او چارواکو په محاکمو کې د قربانیانو د حاضرولو هڅه نه ده کړې.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست درې ورځې مخکې اعلان وکړ چې د داعش د خراسان ډلې مشر اسلام فاروقي یې په کندهار ولایت کې نیولی دی. هغه د ۲۰۱۹ کال په جولای میاشت کې د عمر خراساني پر ځای ټاکل شوی و.