شاته

عامې روغتیا وزارت: کابل کې د کرونا ویروس پېښې له اعلان شویو زیاتې دي

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، په کابل کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې له هغې زیاتې دي چې د دغه وزارت له لوري یې شمېرې اعلانېږي.

د دغه وزارت مرستیال فدا محمد پیکان د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۱۹» په کابل کې خبریالانو ته په دې اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې‌ویل چې د ناروغۍ پټول او تشخصیه مرکزونو ته نه‌مراجعه او ایران ته د تګ تاریخچه د دغې ناروغۍ د زیاتېدو لامل دي.

ښاغلي پیکان وویل، تر اوسه په کابل کې د کرونا ۷۳ مثبتې پېښې ثبت شوي چې یوازې یو کس ایران ته د سفر مخینه درلوده.​

افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۲۳ ته رسېدلی

هغه زیاته کړه: "له دې معلومېږي چې په کابل کې د کرونا مثبتې پېښې څو چنده زیاتې دي چې موږ یې اعلانوو، لامل‌یې دا دی هغه کسان چې ایران ته د سفر مخینه لري او د دې ناروغۍ علایم لري، دوی چمتو نه‌دي چې روغتونونو او تشخصیه مرکزونو ته مراجعه وکړي."

ښاغلي پیکان دغه‌شان وویل، دا مهال په ټول افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو لپاره شااوخوا ۱۵۰۰ بستره موجود دي، خو په کابل کې له ۷۳ اخته کسانو یوازې پنځه تنه‌یې بستري دي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال هغه کسانو ته چې په دغه ویروس ککړ دي، یوه ورځ مهلت ورکوي چې خپله د تشخیص او درملنې مرکزونو ته ولاړ شي، که نه نو نومونه به‌یې اعلان او پولیس به لاس په‌کار شي.

ارشیف
ارشیف

د افغانستان روغتیايي چارواکو د معلوماتو پر بنسټ چې په افغانستان کې د کرونا ویروس د ککړو ناروغانو شمېر ۴۲۳ تنو ته رسېدلی چې له دې شمېر ۱۴ کسان مړه شوي او ۲۰ نور روغ شوي دي.

په ورته وخت کې د عامه او ستراتېژیکو اړیکو په برخه کې د افغان ولسمشر سلاکار وحید عمر په همدې ناسته کې وویل چې تر اوسه د کرونا ویروس د عامه پوهاوي په برخه کې ۲۷ میلیونه افغانۍ مصرف شوي.

هغه زیاته کره: "د دغو پیسو یوه برخه د عامه پوهاوي لپاره ټلوېزیونونو او راډیوګانو ته ورکړل شوي او یوه اندازه‌یې د بلبورډونو په نصب مصرف شوې دي."

د ولسمشر سلاکار وحید عمر
د ولسمشر سلاکار وحید عمر

ښاغلی عمر وايي، له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې له پخوانۍ ځانګړې شوې ۲۵ میلیونه دالرو بودجې څخه ۱۵ میلیونه د عامې روغتیا وزارت له لوري لګول شوي او ۱۰ میلیونه تر اوسه په مالیې وزارت کې دي چې له اداري طی مراحل کېدو وروسته به د عامې روغتیا وزارت په واک کې ورکړل شي.

تازه د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وايي، حکومت له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ۶،۶ میلیارده افغانۍ ځانګړې کړې او په ورکړه کې یې هېڅ ستونزه نه‌لیدل کېږي.

دا چې دغه تازه ځانګړې شوې پیسې به په کومه برخه کې ولګول شي، د عامې روغتیا وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.